بارونز (امریکایي خپرونه) خبر ورکړی چې:”د جرمني فدرالي څارنوالۍ د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، افغان کډوال سلیمان عطايي په رسمي توګه د یوه جرمن پولیس د وژلو او د څو نورو کسانو پر ټپي کېدو تورن شو؛ د څارنوالۍ په وینا، عطايي له داعش سره خواخوږي او ایډیالوژیکي مشترکات لري.

۲۵ کلن سلیمان عطایي چې د افغانستان د هرات ولایت اوسېدوکی دی، د روان کال د غبرګولي د میاشتې په نیمایي کې یې په مانهایم کې د اسلام د مخالفانو پر یوې غونډې په برید کې یو پولیس وواژه او پنځه ملکیان یې ټپیان کړل.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version