د راپورونو له مخې، جرمني مونیخ نړیوال هوایي ډګر تېره شپه د دویم ځل لپاره د ناپېژاندو ډرونونو د لیدل کېدو له امله د څو ساعتونو په مخه تړل شوی دی.

د جرمني امنیتي چارواکو ویلي، چې دوه بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) هم‌مهاله توګه د مونیخ هوایي ډګر پر فضاء لیدل شوي؛ خو بېرته نادرکه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ورځو کې د ډنمارک، ناروې او پولینډ ځینې هوایي ډګرونه هم د ورته دلایلو له امله لنډمهاله تړل شوي وو.

له بلې خوا، رومانیا او استونیا روسیه تورنه کړې چې دا ډول ډرونونه استوي؛ خو مسکو دا تورونه وار له مخه رد کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version