بهرنیو چارو وزارت وایي، د جرمني په بن ښار کې د افغانستان جنرل قونسلګري خپل فعالیتونه بېرته پیلوي.
بن کې د افغانستان جنرل قونسلګرۍ پر خپله اېکس پاڼه د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې هېوادوال کولای شي له راتلونکې دوشنبې ورځې څخه د قونسلي خدماتو د ترلاسه کولو په موخه دغې قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي.
یادې قونسلګرۍ ډاډ ورکړی، چې په نږدې راتلونکې کې به افغانانو ته د پاسپورتونو د وېش لړۍ هم پیل کړي.
