څه موده وړاندې یوې قوي او ویجاړوونکې زلزلې د هېواد شمالي ولایتونه سخت ولړزول، چې له امله یې زموږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او نور ټپیان شول. دې وېروونکې زلزلې نه یوازې ځاني، بلکې ډېر مالي زیانونه هم واړول.

له زلزلې سمدستي وروسته، د هېواد د دفاع وزارت ځواکونو او نورو اړوندو چارواکو په چټکۍ سره د مرستې او ژغورنې عملیات پیل کړل. په وروستیو پړاوونو کې، خیریه مؤسسو او حتی بهرنیو هېوادونو هم د اعلامیو په خپرولو سره له زلزله ځپلو سره خواخوږي وښودله او ځینو یې عملاً د شمال خلکو ته لومړنۍ مرستې واستولې.

په خواشینۍ سره چې د پرځېدلي جمهوریت تښتېدلو سیاستوالو په دې سخت وخت کې هیڅ مادي او معنوي مرسته و نه کړه، بلکې برعکس، دوی دا ناورین د خپلو ناوړه موخو لپاره یوه پلمه وګڼل او د خلکو له غم څخه یې ناوړه ګټه پورته کړه، په داسې حال چې له سقوط راهیسې تل ځانونه د ملت استازي بولي او په درواغو د شمال د خلکو، د استازیتوب ادعا کوي.

هو! همدا هغه کسان دي چې د جمهوریت د شلو کلونو په موده کې یې د بیت المال ټولې شتمنۍ لوټ کړې، عامه ملکیتونه یې غصب کړل او د خلکو په وینو یې معامله وکړه، اوس چې د همدې خلکو له خوا شړل شوي، بیا هم له خیانت او بدکارۍ څخه لاس نه اخلي او د خپلو خلکو له غم او درد څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

دا دروغجن استازي په داسې حال کې د حکومت پر بې کفایتۍ او زلزله ځپلو ته په رسیدګۍ کې پر کمزورتیا اوږدې اعلامیې خپروي، چې پخپله یې د افغانستان خلکو ته په سختو او ترخو ورځو کې نه یوازې هیڅ کار و نه کړ، بلکې د دې ملت کړاوونه یې نور هم زیات کړل.

د مثال په توګه، د جمهوریت د بې کفایته رژیم پر مهال د «کوویډ-۱۹» (کرونا) ویروس خپریدو ته اشاره کولای شو؛ هغه مهال د افغانستان ډېری خلک په خورا بد حالت کې وو او له روحي او جسمي پلوه سخت ځورېدل، خو د هغه وخت حکومتي چارواکي په عیش او نوش کې مصروف وو او حتی د هرات والي، د دې درد لپاره د حل لارې موندلو پر ځای، په بې شرمۍ سره د دې سیمې خلکو ته وویل، چې موږ ستاسو لپاره ډله‌ییز قبرونه ایستلي دي.

اوس څنګه ممکنه ده چې دا بدنامې څېرې په څو اعلامیو او تشو شعارونو ځانونه د داسې ملت خواخوږي وبولي چې پخپله یې کلونه، کلونه د دوی د رنځ او بدبختۍ اصلي لامل وو؟ په مقابل کې، د افغانستان اوسنی حکومت، د اقتصادي محدودیتونو او ګڼو ستونزو سره سره، عملاً د خلکو تر څنګ ودرېد او خپل ټول امکانات یې د زیانمنو کسانو ژغورلو او بې کوره شویو ته د سرپناه چمتو کولو لپاره وکارول.

له هیچا څخه پټه نه ده چې د زلزلې په لومړیو ساعتونو کې، دفاعي، امنیتي او مرستندویه ځواکونه په چټکۍ سره زیان ليدونکو سیمو ته ورسېدل او په فداکارۍ سره یې له خاورو لاندې خلک وژغورل؛ دې عمل یو ځل بیا وښودله چې د جمهوریت د مدعیانو د تشو شعارونو او د ملت د رښتینو خادمانو د صادقانه کړنو ترمنځ څومره توپیر شتون لري.

د افغانستان ولس نن ښه پوهېږي چې څوک په سختو ورځو کې ورسره وو او څوک یوازې د خپلو شخصي ګټو په فکر کې دي. دا غمجنه پېښه یوه ازموینه وه ترڅو یو ځل بیا د خاینانو او صادقانو رښتینې څېره را څرګنده کړي؛ هغه خلک چې په سختو شرایطو کې یې هم د خدای په فضل خپل یووالی او خواخوږي وساتله او پر خدای باندې په توکل او د خپل حکومت په ملاتړ، د مصیبت له خاورو څخه را پاڅېدل او د دې خاورې په تاریخ کې یې د مقاومت او ایمان نوې پاڼه پرانیستل.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version