د ننګرهار امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت د تېرو دوه مياشتو په ترڅ کې ۳۶۴ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي.
د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد کسان د غلا، فرېبکارۍ، والدينو نافرمانۍ، قاچاق، نشهيي توکو پېر او پلور، کروندو او ونو تخریب، د وژنو او د قتل هڅې، انسان تښتونې، خيانت، رشوت، غصب او عامه نظم د اخلالولو په تور نیول شوي.
سرچینې د معلوماتو لهورکولو پرته ویلي، چې دغه راز ۱۲۲ تنه د نورو جرمونو په تړاو نيول شوي، چې عدلي او قضايي ارګانونو ته د قانوي اجرآاتو په موخه ور پېژندل شوي دي.