د امر بالمعروف نهې عنالمنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت وياند مولوي سيف خيبر وايي، چې د ياد وزارت اړوند محتسبينو هغه کس نيولی چې څو ورځې وړاندې یې له يوه چينايي سيلاني سره غير مناسب چلند ترسره کړی و او ویډیو یې رسنیزه شوې وه.
ياده دې وي، چې د نيول شوي کس يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې چې نوموړی پکې په موټر کې ناست يوه چينايي سيلاني ته لاس وراچوي او غير مناسب حرکات او خبرې ترسره کوي، چې له خپرېدو سره سم یې پراخ غبرګونونه له ځانه سره لرل او له مسؤلو ادارو څخه یې د نيولو غوښتنه شوې وه.