د ننگرهار د کور او ښار جوړولو رئیس مولوي محمد نبي سعیدي وايي، د اړتیا په صورت کې د جلالاباد لپاره نوی ښار جوړېږي.
دی وايي، د ننگرهار مرکز جلالاباد ښار چې یو ترانزیتي او مواصلاتي ښار دی، د وگړو کچه یې ورځ تر بلې ډېرېږي؛ خو یاد ښار د پراخوالي له پلوه کوچنی دی.: «د جلالاباد نوي ښار لپاره څلور څلوېښت (۴۴) زره جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې ده. یاده ځمکه د جلالاباد ښار په ختیځه برخه کې موقعیت لري چې د اته زره (۸۰۰۰) جریبه ځمکې یې د توپوگرافي سروې هم شوې، خو پاتې چارې یې د ځمکې د نه انتقال له کبله په ټپه ولاړې دي.»
دی زیاتوي، که یاده چاره تر سره شي، دوی به د نوي ښار لپاره پر لومړنیو اقداماتو کار پیل کړي.: «د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولو ولایتونو لپاره منظمه ښاري پراختیا رامنځته کړې او هڅې یې پیل کړې چې د سرپناه برابرولو او د ښارونو جوړولو برخه کې خپل مسوولیت تر سره کړي.»
ننگرهار د هېواد د پینځو لومړیو درجو ولایتونو څخه دی. د جلالاباد ښار په ۱۳۱۲ل کال کې جوړ شوی؛ خو اوس یې نفوس څه باندې دوو مېلیونو کسانو ته رسېږي.
د جلال اباد ښار شاوخوا ۴۰،۰۰۰ استوگنیز واحدونه لري او د ننگرهار په شمالي برخه کې موقعیت لري اود شاوخوا ۱۲۷ کیلومتره مربع مساحت لرونکی دی.
د دغه ښار ډېره برخه د ماسټر پلان له مخې جوړه شوې نه ده، چې له امله یې د ښار ښکلا خرابه شوې ده.
که څه هم د جلالاباد نفوس له دوو مېلیونو اوړي؛ خو د دغه ښار پراخوالی کم دی او بېروبار پکې بېخي ډېر دی.