د جمهوريت پر مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير سيد احمد شاه سادات، چې دا مهال روسیې ته په سفر تللی او له لوړپوړو روسي چارواکو سره یې ليدنې کړي د روسیې د چارواکو له قوله ويلي، چې د افغان حکومت د مخالفو (مقاومت جبهې) مشرانو روسیې ته د افغانستان د ټولو طبیعي زېرمو د بشپړ تسلط وړاندیز کړی دی.
سادات ويلي، چې د مقاومت جبهې مشرانو روسي چارواکو ته همدا راز د آمو سیند د بشپړ واک او د روسیې له خوښې سره سم په کابینه کې د دوه کليدي وزارتونو په ګډون د پنځلسو وزیرانو ټاکل وړاندیز کړی دی.
د افغان حکومت مخالفینو د دې ټولو په بدل کې له روسیې غوښتي چې افغانستان کې د بيا واک زمينه ورته مساعده کړي.
سيد احمد شاه سادات ويلي، چې د روسیې ولسمشر پوتين دې مخالفینو ته خپل پیغام کې ویلي، چې روسیه نور د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله نه کوي.
پوتين همدا راز دې مخالفینو ته ويلي، چې دی پر هغې ډلې(مقاومت جبهې او مشرانو یې) هېڅ ډول باور نه لري چې پخوا له امریکا سره و، بیا یې له روسیې سره همکاري کوله، وروسته یو ځل بیا د امریکا خدمت ته لاړل او اوس یو ځل بیا د روسیې د ملاتړ غوښتنه کوي.
د سادات په خبره، چې ده روسي چارواکو ته ويلي، چې یاده ډله اوس د پاکستان په چوپړ کې ده.
نوموړی زياتوي، چې روسي چارواکو د طنز په شکل ورته ويلي، چې د دوی لپاره به د چای څښلو يو کميسيون جوړ کړي او مسؤليتونه به ورکړي.
