په افغانستان کې د جمهوري رژیم له پرځېدو پنځه کاله وروسته لا هم د دغه رژیم یو شمېر پخواني چارواکي له هېواده بهر په غونډو او ټولنیزو رسنیو کې د یاد رژیم د بیا اعادې او بېرته راستنېدو خبرې کوي. اما که سیاسي واقعیتونو، تاریخي تجاربو او د نړیوال سیاست بدلونونو ته په منطقي او تحلیلي نظر وکتل شي، د دې ډول ناکام شوی رژیم بیا راوستل تقریباً ناممکن دي. د پخوانیو چارواکو دا هیلې له حقیقته لرې او خیالات دي.
نړیوال قدرتونه ناکامې تجربې بیا نه تکراروي او بیا پانګونه نه ورباندې کوي. امریکا او د ناټو غړو هېوادونو په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې سلګونه میلیارده ډالر او زښت ډېر څه له لاسه ورکړل. هغوی په خپلو سترګو ولیدل چې تر شلو کلونو هڅو او لوړو مالي لګښتونو وروسته، تپل شوی جوړښت(جمهوریت) په څو ورځو کې، حتی د دوی تر وتلو وړاندې د کورني ملاتړ د نشتوالي له امله وپرځېد. اوس مهال نړیوال سیاست له بېلابېلو نویو رقابتونو او ستونزو سره مخ دی؛ له همدې امله هېڅ بهرنی زبرځواک حاضر نه دی چې بیا د یوه پخواني ازمایل شوي او ناکام رژیم د بیا راوستلو دروند بار پر غاړه واخلي.
د جمهوریت ګڼ شمېر پخوانیو چارواکو هم خپل ټولنیز حیثیت، محدود ولسي ملاتړ او شهرت بایللی. یو نظام هغه وخت بېرته پر خپلو پښو درېدای شي چې مشروعیت، ولسي ملاتړ او د کار سړي ولري، خو په کابل کې د تېر رژیم د وروستیو کلونو بې حده فساد، تېښتې او په حساسو شېبو کې له ټولو دعوو، شعارونو او ادعاوو تېرېدو د عامو خلکو باور صفر ته ورساوه او نور له ښېګڼو بې برخې شول، چې له دې سره افغانان نور په دوی هیڅ باور نه کوي.
د پنځو کلونو په تېرېدو پخواني سیاسيون، د رژیم مشران او تکنوکراتان لا هم له هغو سیاسي او خپل منځي اختلافاتو نه دي خلاص شوي، چې د جمهوریت د پرځېدو لامل شول. د رژیم له پرځېدو وروسته د دوی ترمنځ نه واحده رهبري رامنځته شوه او نه یوه منظمه سیاسي تګلاره وټاکل شوه؛ سربېره پر دې مخالفین په جلا وطنۍ کې هم پر خپلو شخصي برخو او څوکیو جنګېږي او د افغاني ټولنې له عیني حقایقو څخه بې خبره دي. په داسې حالاتو کې د یوه بدیل د رامنځته کولو توان خو پرېږده، آن خپل منځي پیوستون هم نه شي راوستلی.
د سیمې او نړۍ جیوپولیټیک سیاسي قواعد بدل شوي دي؛ د سیمې هېوادونه او نړیوال لوري د اوږد مهاله جګړو پر ځای، اوس د ثبات، امنیت او ارام ملاتړ کوي او نه غواړي په ناپایه جګړو کې ښکېل شي، د حیثیت جنازه یې بیا پورته شي او ناکامه تجربه تکرار کړي. ډېری هېوادونه نه غواړي چې په افغانستان کې بېرته هغه ناارامه حالت راشي، چې لسیزې یې پر سیمه منفي اغېز درلود.
د پرځېدلي جمهوریت د اعادې او بېرته راتګ هیله یوازې د هغو کسانو ده، چې له واک او پخوانیو امتیازاتو بې برخې شوي دي، خو د جمهوریت په څېر ړنګ شوي او فاسد جوړښتونه هیڅکله په هماغه بڼه نه شي راوستل کېدای. افغاني ټولنه هم هوښیاره شوې، نور به د جګړه خوښو سیاسیونو امیدونه په واقعیت بدل نه کړي، نور به ناامنۍ، بې ثباتۍ، نیابتي جګړو او لوېدلو جوړښتونو ته ځای ورنه کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


