په نننۍ نړۍ کې ټول هېوادونه له يو بل سره سياسي، اقتصادي او فرهنګي اړيکې لري. هېڅ یو هېواد هم نشي کولای چې له نورو هېوادونو سره له سالمو اړیکو پرته د خپلو روانو او حاکمو حالاتو څارنه او کنټرول وکړي، بلکې دې ته اړ دی چې خپل چاپېريال او شاوخوا حالاتو ته پام وکړي. د سمو او ګټورو پرېکړو له لارې، له خپلو ګاونډيو او نړۍوالو هېوادونو سره په همکارۍ د پرمختګ او ودې لاره پيدا کړي.

هېوادونه په حقيقت کې د يوه قوي او پېیلي ځنځير د کړیو په څېر دي، چې په ګډه کولای شي مطلوب کار او هر يو له خپل اړخه په یو ډول د خپل پرمختګ او ودې لپاره هڅه وکړي. د دې لپاره چې په نړۍوال نظام کې د دې کچې رول ترلاسه شي، بايد د هېواد د ادارې په رأس کې داسې اشخاص موجود وي چې سالم سياسي او اقتصادي درک ولري، تر څو وکولای شي له هر فرصت څخه اغېزمنه ګټه پورته او خپل هېواد هر اړخيز پرمختګ ته ورسوي.

دې هدف ته د رسېدو او د بریالۍ حکومتولۍ لپاره هر هېواد دوه مهم فرصتونه لري: لومړی، د هېواد طبيعي او جغرافيايي موقعيت دی، دا چې هېواد څومره طبيعي زیرمې لري او څومره کولای شي د اقتصادي بنسټونو په پياوړتيا کې ګټور تمام شي؛ دويم، د هغو اشخاصو د ټاکلو څرنګوالی دی چې د دې زیرمو د مديريت او د هېواد ترقۍ لپاره ټاکل کېږي، دا له لومړي فرصت څخه هم د ډیر ارزښت لري.

که يو هېواد په همدې دوو برخو کې بريالی کار وکړي او د سمو پرېکړو پایلې د ټولنې په څهره او بڼه کې ښکاره شي، له دې څخه معالومیږي چې چارې په سم لوري روانې دي او هېواد د نړۍوال رقابت په ډګر کې په مناسب ډګر ولاړ دی. داسې هېواد کولای شي په لنډ وخت کې د بریا لویو څوکو ته ځان ورسوي.

افغانستان د آسیا لویې وچې يو هېواد دی چې له سياسي، اقتصادي او طبيعي اړخه ښه او هيله‌ بښونکی جغرافيايي موقعيت لري. دا هېواد د تاريخ په اوږدو کې تل د حکومتونو د پاملرنې مرکز او د تمدنونو د تمرکز ټکی پاتې شوی دی. د دې هېواد طبيعي زېرمې، کانونه او انساني ځواک هېڅکله پای ته ندی رسېدلی او د نورو د مرستې لپاره همېشه چمتو پاتې شوی دی، خو په معاصر دور او په ځانګړي ډول، د امريکا او د هغې د اشرباړو د شل کلن اشغال په موده کې په يوه بې‌ ثباته او سرګردانه هېواد بدل شوی و. له دې سره چې پرېمانه طبیعي سرچینې او غوره استعدادونه يې درلودل، خو د آبادۍ په لوري یې یو ګام هم وانخيست. په ميليونونو او ميلياردونو ډالري مرستو او پرېمانه نړۍوالو پورونو سربېره بیا هم ونه توانېد چې حتی خپلې لومړنۍ زړې زېربناوې بېرته ورغوي.

که دقیقه څېړنه وشي، د دې ټولو ناکاميو ريښه د واک په رأس کې د بې صلاحيته افرادو په شتون او د جمهوريت د پوچ حکومتي سیستم په ناکامۍ کې ده؛ جمهوریت یو داسې نظام و چې ولسي او ملي آرمانونو ته د رسېدو په ځای، د فساد پراختیا، د عامه شتمنيو د لوټ، په دولتي ادارو او وزارتونو کې د فساد او خيانت د ترویج په لوري روان و.

همدې دوو لاملونو (د حکومت په رأس کې د نالایقو کسانو ګمارنه او د ناکام او فاسد اداري سيستم پلي کول) هېواد له اقتصادي سقوط سره مخ او بالاخره جمهوریت را وپرځاوه.

یو په بل پسې اقتصادي ماتې او د هېواد د پرمختګ له سمې او سیده لارې وتل، د هغو کسانو د بې‌ کفايتۍ ښکاره نښه وه چې واک یې په لاس کې و. د واک او قدرت جوړښت د وړتيا پر بنسټ نه، بلکې د قومي اړيکو او پيسو پر بنسټ جوړ شوی و؛ هر چا خپل او خپلوان نظام ته دننه کول، يا يې ډیرو پيسو په ورکړه ځان ته څوکۍ پیرودلې.

د هېواد ستړې سرګردانه څهره او له کنټرول څخه د حالاتو وتل، د هغوی مغرضانه او خاینانه حاصل و چې بالاخره د جمهوريت ورسته ماڼۍ یې سقوط کړه. هغوی چې د ادارې وړتيا او لیاقت یې نه درلود، د قدرت له څوکيو ګوښه او هېواد یې پرېښود.

د اشغال او چور هغه توره او تیاره مرحله تېره شوه، افغانستان اوس په دې وروستيو کلونو کې نوې ساه اخيستې ده. چارې د لويو او مثبتو اهدافو پر لور روانې دي، په نږدې څلورو کلونو کې د هېواد په سياسي او اقتصادي رګونو کې نوې وینه چلیدلې ده.

دا ټول د دې ښکاره ثبوت دی چې د هېواد له طبيعي زیرمو څخه سمه استفاده شوې، په اداره کې باصلاحيته او د وطن په درد پوه کسان ګومارل شوي. قضاوت بايد د پايلو پر بنسټ وشي؛ هغه پايلې چې په ټولنه کې محسوسې دي، ګټه يې د هېواد وجود ته ترزیق کېږي او د نظام په جوړښت کې یې هيله او امنيت رامنځ ته کړی دی.

هر ډول بې‌ منطقه او بې‌ اساسه خبرې د دې مثبتو لاسته‌ راوړنو ارزښت نشي کمولای. خلک هم نور په داسې بې بنسټه خبرو نه غولیږي، اوس په دې ښه پوهيږي چې حق له چا سره دی او د دښمن د مورچو تر شا، څوک او په کوم کوم نيت، مغرضانه او دوه‌ مخې خبرې کوي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version