«مقاومت شوری» چې غړي یې ځان د ولس استازي او د هېواد د آزادۍ مدافعان بولي، تر شا یې د جنایاتو اوږده سابقه او تور تاریخ پروت دی. په دې شوری کې را ټول شوي ډېری کسان هغه منفورې څهرې دي چې د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې د فردي او ډله‌ییزو جنایاتو عاملین وو.

که څه هم دوی د پخوانیو پېښو په اړه اعلامیې خپروي خو خپله د ګڼو جنایاتو او خونړیو پېښو مسؤلین دي. یاد جنایتکارانو د روس په وړاندې مبارزې څخه په ناوړه ګټه اخيستنې سره د جګړې اقتصاد جوړ کړ، چې د روس له ماتې وروسته یې د سیمه‌ییز واک له لارې د خلکو د وینو په قیمت ځانونه بډایه کړل او په همدې دوره کې یې زرګونه کورنۍ بې‌کوره، ماشومان بې زده‌کړو او د هېواد بنسټیزې زیربناوې د دوی د قدرت‌طلبۍ قرباني شوې.

«مقاومت شوری» له ۲۰۲۱م کال وروسته د هغو پخوانیو سیاسي، نظامي او استخباراتي څهرو له خوا رامنځ ته شوه چې د پرځېدلي جمهوريت په وخت کې یې لوړ مقامونه درلودل، د دوی اکثریت یې د خپل منځي جګړو پخواني قوماندانان او د کورنیو جګړو پر مهال په کابل او نورو ولايتونو کې د بې‌ګناه خلکو د وژلو، ښځو تښتولو او شتمنیو د لوټ عاملين وو.

د يادې جبهې لوړ پوړي چارواکي د پرځېدلي جمهوريت پر مهال د فساد، دولتي شتمنیو د غصب او د عدلي او قضایي نظام د مافیايي کولو په جرمونو کې ښکېل دي. د پرځېدلي جمهوریت په دوره کې د دې شوری یو شمېر غړو د خپلو سیاسي سیالانو او فعالانو په وژنو کې هم لاس درلوده، همدا راز ډېری وخت د ژورنالیستانو، مدني فعالانو او قومي مشرانو هدفي وژنې د دوی تر واک لاندې امنیتي کړیو ترسره کولې.

نن ورځ نوموړې شوری د خپلو اعلامیو له لارې هڅه کوي چې ځان د ولس د حقونو مدافع او د اوسني وضعیت قرباني معرفي کړي، د پخوانیو جنایاتو پړه پر نورو ور واچوي او ترڅنګ یې د ځینو بهرنیو هېوادونو په مرسته غواړي چې د مشروعیت هڅې ګړندۍ کړي.

د شوری غړو له خپلو جنایتونو د ځان سپینولو لپاره د «مقاومت» شعار غوره کړی دی. دوی هڅه کوي چې د اوسني وضعیت پر وړاندې مبارزه د ولس په سترګو کې د مشروعیت پوښ تر لاسه او په رسنیو کې د قرباني رول ولوبوي، همدا د دوی یوه مشهوره تاکتیکي وسیله ده، تر څو خپل تېر تور تاریخ تحريف او له خلکو یې هېر کړي. دوی هڅه کوي چې د کورنیو جګړو مسؤلیت پر نورو ور واچوي او ځانونه بې‌ګناه وښيي.

په تاریخ کې داسې بېلګې هم شته چې د جنایتکارو ډلو پر وړاندې ولس په یووالي بریالی شوی او دا د افغان ولس لپاره هم یوه اړینه تجربه ده. پایله دا ده چې د «مقاومت شوری» د نوم تر شا د پټو تورو کیسو یو نوی فصل دی. که ولس د تېر تاریخ له درسونو زده‌کړه ونه کړي، همدغه څهرې به د سبا ورځ د نوي بحران لامل هم وي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version