د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي قرغزستان ته د سفر په لړ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر عادل بېک قسیم علي‌یف سره کتلي دي.

د یاد وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د سوداګریزو او ډېپلوماتیکو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.

وزارت زیاتوي، چې دواړو لوریو د سفیرانو تر کچې د ډیپلوماتیکو اړیکو پر لوړېدو، دیني او کلتوري اړیکو تر څنګ په سیمه‌ییزه کچه د ګډو موخو په تړاو هم خبرې کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version