https://hindukushpa.com/wp-content/uploads/2024/09/VID-20240907-WA0009.mp4

هندوکش‌غږ په تېره اداره کې د فراه، نیمروز او ارزګان د استخباراتو رئیس جنرال صمد شمس الدین یو محرم غږیز کلیپ ترلاسه کړی دی چې نوموړی په خپلو خبرو کې وایي: مونږ شل کاله ډېره فاسده او خونخواره رهبري درلوده چې هغه د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې ټیم وو چې ډېر فاسد او مفسد وو، غله، رشوت خواره او شراب خواره وو، چرسیان او بنګیان وو، لوچک او لوفر وو.

نوموړی په خپلو خبرو کې زیاتوي: زه په افغانستان کې نور د هېڅ جنګ ملاتړی نه یم، او نه دې کار ته څوک هڅوم؛ زه د اسلامي امارت سره د مسلحانه حرکت مخالف یمه.

همداراز په خپلو خبرو کې زیاتوي چې اشرف غني د دنیا جعلي متفکر وو، دی او ټیم یې د جامعې او نړۍ تر ټولو پست انسانان وو، دوی حاکمان شول، هغوی د افغانستان له خلکو سره څه وکړل؟بناءً د اسلامي امارت په وړاندې هر ډول نظامي حرکت ناروا دی، نور د افغانستان د خلکو د وینې تویېدو هېڅ مشروع لار نشته او نه به وي.نور جزئیات په ویډیو کې وګورئ!

ځواب پریږدئ

Exit mobile version