د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر یو ځل بیا د کابل په وړاندې د دغه هیواد د حکومت سیاستونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې اسلام اباد غواړي د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان واچوي.

مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې په پاکستان کې د نا امنۍ ښکاره لامل څرګند دی، هغه د وسله والو ځواکونو او د اسلام آباد د حکومت ناکامي ده او باید په افغانستان کې د اسلامي امارت په حکومت پورې ونه تړل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي تل په افغانستان کې پر اسلامي امارت بې اساسه تور لګوي چې د دغه هېواد د وسله والو مخالفانو لکه تحریک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي، ملاتړ کوي.

خو کابل تل دا تورونه بې اساسه بللي او په پاکستان کې نا امني د دغه هېواد داخلي مسله بولي او وايي چې دوی یې خپله بايد په حل کولو لاس پورې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version