کله چې د یوې ټولنې برخلیک د شخصي ګټو، خیانت او سیاسي معامله‌ګریو ښکار شي، نو د عدالت، پرمختګ او ثبات امید له منځه ځي. زموږ د تاریخ په وروستیو لسیزو کې د جنګ سالارانو له خوا خیانت او د جمهوریت د چارواکو پراخ فساد هغه زخمونه دي چې له کبله یې ملت لا هم دردېږي.

پورته طبقې خلکو د نورو په اشاره او تغذیه د هېواد ټول ملي او اسلامي ارزښتونه پایمال کړل. له دوی څخه پخوانیو جنګ سالارانو د خپلو شخصي ګټو لپاره قومي، سمتي او مذهبي اختلافات راوپارول، چې دې کار د افغانانو ترمنځ بې‌باوري او تفرقه زیاته کړه.

دوی د خپلو سیاسي او نظامي ګټو لپاره د بهرنيو استخباراتو او قدرتونو ملاتړ ترلاسه کړ، چې له امله یې د هېواد خپلواکۍ ته زیان واوښت. دغه راز دوی د عامو خلکو د وژنو، لوټمار، تاوتریخوالي او جنسي تېریو تر ټولو بدې پېښې رامنځته کړې، چې د ولس پر روحیه یې ژور اثر وکړ.

د جنګ سالارانو تر واک لاندې سیمو کې اقتصادي سیستم سقوط وکړ، صنعت، کرنه او تجارت ته درانه زیانونه ورسېدل او دوی یواځې د غلا، قاچاق او غیرقانوني مالي سرچینو ته ترجیح ورکړه. د دوی کړنو د هېواد د پرمختګ مخه ونیول، تعلیمي او زیربنایي پروژې یې یا ویجاړې کړې یا یې د پرمختګ اجازه ورنه‌کړه، چې دا ټول د راتلونکو نسلونو لپاره ناوړه پایلې لري.

په وروستیو دوه لسیزو کې جنګ‌ سالارانو چې د جمهوریت د فاسدو بنسټونو برخه ګڼل کېدل، له افغانانو سره د جمهوریت تر چتر لاندې پراخ فسادونه ترسره کړل. دوی د دولت بودیجه په بشپړ ډول لوټ کړه او د پراختیايي پروژو پیسې یې یا غلا کړې یا یې بې‌کیفیته کارونه پرې وکړل.

دغه راز یې د کانونو، ځمکو او سوداګریزو فرصتونو له لارې خپلو ځانونو ته غیرقانوني پانګې جوړې او د مظلوم ملت پر سر یې سودا پیل کړه. دوی د خپلو شخصي ملېشو، سیاسي نفوذ او فساد له لارې ټولې فعالې ادارې او سیستمونه فلج کړل. د جرمونو عاملین، جنګي جنایتکاران او اختطاف‌ګر د دوی تر سیوري لاندې بې‌محاسبې پاتې شول.

د جمهوریت له سقوط وروسته ډېری جنګ‌سالاران چې د فساد له لارې یې شتمنۍ پیدا کړې وې، لوېدیځو هېوادونو ته وتښتېدل. دوی اوس په دوبۍ، ترکیه، امریکا او اروپایي هېوادونو کې ژوند کوي او هلته له خپلو شتمنیو ګټه اخلي. ځینې لا هم د سیاسي نفوذ هڅه کوي او د بهرنیو هېوادونو له منځه د مقاومت تنظیمولو هڅه کوي، خو لا یې هم پایله نه ده معلومه.

سیاسي شنونکي او عام خلک د جنګ سالارانو په وړاندې طالبانو سخت اقدامات او واضح دریځ ستایي او دا د عدالت یو ډول بولي. طالبان هم جنګ‌سالاران د اشغال او د تېرو جګړو اصلي عاملین بولي، ځکه خو یې په وړاندې سخت دریځ ته ترجیح ورکړې ده.

اوس‌ مهال جنګ‌ سالاران د افغانستان لپاره مستقیم تهدید نه دی پاتې، ځکه سرپرست حکومت یې فزیکي، نظامي او اقتصادي بنسټونه له منځه وړي دي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version