ورځ او نېټه: پنجشنبه ۱۴۴۶/۸/۲۸ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_عطاء نور: درباري روشنفکران چې خلک پاڅون ته هڅوي ولې خپل زامن د جګړې ډګر ته نه لېږي.

۲_د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو وروسته څه کم ۱۰ ميليونه خلکو ته الکترونيکي پېژندپاڼې وېشل شوي.

۳_مولوي عبدالکبیر کابل کې د چین له سفیر سره کتلي.

۴_اسدالله سعادتي: که عمومي عفوه نه وای شوې، د افغانستان دښمنان تيار په سنګر کې ناست وو چې دا خاوره بيا د جنګ په ميدان بدله کړي.

۵_ستره محکمه سبا ماښام د روژې مياشتې د اعلان په اړه غونډه کوي.

۶_د کابل والي مولوي امین الله عبید: سرپرست حکومت د امنیت تر څنګ خلک له غلاوو، بدبختيو او چور چپاول وژغورل او هېواد یې له بهرنيو پورونو خلاص کړ.

۷_د شيعيان افغانستان د جامعې لوی رئيس استاد اخلاقي: له بهره لاسوهونکي دې نور د دې خاورې د بې ثباتۍ هڅه نه کوي.

۸_ هېواد کې د اهل تشيع‌ هېوادوالو سياسي څهره جعفر مهدوي وايي، موږ په افغانستان کې یوه نوي فصل ته داخل شوي یو، سیمې او نړۍ ته د سولې، دوستۍ او مینې پیغام ورلېږو.

۹_د شيعيان افغانستان کمیسیون غړی وايي، د پرځېدلې جمهوري دورې پر مهال په ملیونونو ډالر له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره افغانستان ته راغلل، خو د روږدو کسانو درملنه ونه شوه بلکې لا زيات او په ملیونونه نور ځوانان روږدي شول.

۱۰_‏هغه کس نيول شوی چې د ټولنیزو رسنیو له لارې يې له خلکو په چل او فریب پيسې اخیستې.

۱۱_ملا عبدالغني برادر: افغان ملت له قومونو ژبو او سمتونو جوړ دی چې دا جوړښت د افغان ملت د لا ښکلا او ښه شناخت لپاره دی، نه د دې لپاره چې د تقابل د وسیلې په توګه وکارول شي.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_حماس غورځنګ د څلورو اسرائیلي یرغملو جسدونه سره صلیب ته وسپارل.

۲_خوشې شوي فلسطيني بندیان هغه جامې چې يهودي شعارونه پرې ليکل شوي او صهيونيستي اسرائیلو یې اغوستلو ته مجبور کړي، لرې کوي او بیا د خپلې آزادۍ لپاره د شکر په توګه سجده کوي.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_د سوریې امنیتي ادارو د بشار الاسد رژیم یو شمېر افسران د تخریبي عناصرو د مشرۍ په تور نیولي.

۲_د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف: له ناټو سره د اوکراین يوځای کېدل په هېڅ صورت نه منو.

۳_: ټرمپ وايي اروپايي ټولنه د دې لپاره جوړه شوې چې د امریکایانو ژوند خراب کړي، موږ بايد دا ومنو او دا رښتيا ده، چې دوی د همدې لپاره منځته راغلي او همدا يې موخه وه او په کامياب شکل یې ورته کار کاوه؛ خو اوس زه ولسمشر شوی يم.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version