د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د اوبو او انرژۍ وزارت او یوه خصوصي شرکت ترمنځ د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برښنا رسونې پروژې تړون لاسلیک شو.

پر دغې پروژې شاوخوا یو میلیارد او ۸۸۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې چارې به یې په درېیو کلونو کې بشپړې شي.

د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، په دې پروژه کې د ۸۵.۲۴ کیلومترو په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ برښنا مزي غځول، په قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو کې د دوه سب سټېشنونو او دوه توزیعي شبکو جوړول شامل دي.

د دغې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به زرګونه کورنۍ له برښنا برخمنې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version