العربیه خبري اژانس د چهارشنبې په شپه راپور ورکړی چې د حزب الله غورځنګ څو بې پیلوټه الوتکې د اسرائیلو پلازمېنې تل‌ابیب ته رسېدلي، چې له ډلې یې درې ډرون الوتکې پر هدف لګېدلي او زورورې چاودنې یې رامنځته کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د صهیونستي پوځ له خوا سیمه کې د خطر زنګونه وهل کېږي، او هوایي دفاعي سېستم د ډرون الوتکو د تشخیص لپاره فعالیت پیلوي.

د یادونې وړ ده چې اسرائیل رسنیو ته تل‌ابیب کې د دا ډول چاودنو د خبري پوښښ اجازه نه ورکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version