د حزب التحریر په نوم سیاسي ګوند چې په نړۍ کې له ډېرې اوږدې مودې ‎او دغه راز په افغانستان کې له تېرو نږدې شلو کلونو راهیسې فعالیت لري، په دې وروستیو کې یې پر اسلامي امارت د نیوکو لړۍ پیل کړې ده.

دغه ګوند چې ادعا کوي په نړۍ کې خلافت رامنځته کوي، لومړی فعالیت یې له فلسطین پیل کړی او له هغه وروسته یې خپل فعالیتونه د نړۍ اسلامي او غیراسلامي هېوادونو ته غځولي او د فعالیت له پیل راهیسې یې نږدې ۷۰ کاله پوره کېږي، خو تر اوسه نه په نړۍواله کچه، نه په سیمه‌ییزه کچه او نه هم په ملي کچه داسې کومه لویه سیاسي، نظامي او فرهنګي لاسته لري چې هغه دې د پاملرنې وړ وي او نړۍ ته یې دې وښيي.

د دغه ګوند کارونه تل مرموز، پټ او د پوښتنې وړ وو/دي؛ مالي سرچینې یې چاته نه دي معلومې او ډېری وختونه یې مشران هم پټ او مرموز دي؛ دغه راز په ډېریو هېوادونو کې خو یې فعالیت هم په بشپړه توګه منعه دی.

دوی ظاهراً د اسلامي امت د یووالي او په نړۍ کې د خلافت د تاسیس خبره کوي، خو د دوی تېرې اوږدې مخینې او فعالیتونو ته په پام، په دې برخه کې هېڅ لویه لاسته راوړنه نه لري او آن ډېری وختونه خو یې په اسلامي نړۍ کې د لویو حوادثو او مسایلو پر وړاندې دریځ پڅ، سست او له هر ډول عملي اقدام لېرې دی.

په افغانستان کې د نوي اسلامي حکومت له راتګ وروسته، د ټول هېواد له ګوټ ګوټ څخه زرګونو دیني عالمانو، مفتیانو او شیخانو د امارت له اوسني مشر مولوي هبت الله اخوندزاده سره خپل بیعت تازه کړ او هغه یې د امیر په توګه ومانه.

له دې سره جوخت په هېواد کې د ټولو سیاسي ګوندونو او احزابو فعالیت هم منعه اعلان کړل شو؛ دغه اعلان د څو دلایلو له کبله مثبت ګام وو.

لومړی دلیل دا چې د دغو ګوندونو تېرو فعالیتونو او تجربو ته په کتو، د افغانستان اوسنۍ واحده ټولنه په لسګونو ټوټو وېشلې وه، نږدې ټول ګوندونه پر قومي، سمتي، ژبنیو او مذهبي تعصبونو او باورونو ولاړ وو.

دوی د دې پر ځای چې د هېواد لپاره کار وکړي، تل یې د پردیو سفارتونو او موخو لپاره کار کاوه او د خلکو په منځ کې به یې قومي، سمي، ژبنۍ او مذهبي تفرقې او تعصبونه خپرول؛ دوی په تېرو دوو لسیزو کې له دومره کثرت سره سره، هېڅ داسې کومه لاسته راوړنه نه لري چې هغه دې د وطن او خلکو په ګټه وي، خو برعکس یې بیا لسګونه او آن سلګونه بېلګې شته.دویم دلیل یې دا چې دا ګوندونه ټول د ډیموکراسۍ او نورو غربي ارزښتونو تر چتر لاندې جوړ شوي او رالوی شوي وو، چې یوازې هماغو ارزښتونو ته ژمن وو.

حزب التحریر، چې مخکې مو یې هم یادؤنه وکړه، تر اوسه نه واضحه تګلاره لري، نه یې مالي او مدیریتي سرچینې معلومي دي، نه یې د رهبرۍ په اړه پوره معلومات شته او نه هم خلکو ته په دې اړه وضاحت ورکول کېږي، ډېری شعارونه او کیسې یې د معاصرۍ اسلامي نړۍ له لویې فتنې (داعش) سره ورته والی لري.

زما موخه دا نه ده چې ووایم حزب التحریر هم داعشیان دي، بلکې د دوی له نوم او شعارونو په ګټې اخیستنې سره داعش فتنه ګره او تکفیري ډله په افغانستان کې اوسنی امنیت ګواښلی شي.

له همدې کبله اوسنی دولت مسوول دی چې په هېواد کې د هر ډول مشکوکو او مرموزو کسانو او ډلو فعالیتونه وڅاري او دغه کسان او ډلې د وضاحت لپاره تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې راولي، ترڅو په دې اړه د خلکو په منځ کې وېره خپره نه شي او افغانان له اوږدې مودې اشغال او ناکراریو وروسته اوس د اسلامي نظام تر چتر لاندې د ارام ساه واخلي.بله خبره دا چې په افغانستان کې اوسمهال د ټولو سیاسي ګوندونو او احزابو هر ډول فعالیت بند دی، نو حزب التحریر ته ښايي چې دغه اصول پوره رعایت کړي.

دغه حزب پر دې ښه خبر دی چې افغانان ټول مسلمانان دي او دغه راز یې د اوسني نظام د راوستو په لار کې تر هر چا ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

په افغانستان کې نظام اسلامي دی، افغانان مسلمانان دي، اسلامي حدود او قصاص پکې تطبیقېږي، امیر یې لوی دیني عالم دی او زرګونو علماوو او پوهانو ورسره بیعت کړی، د دولت په رأس کې علما او شیخان دي او هر څه د قران، سنتو او اسلامي شریعت په رڼا کې پر مخ روان دي، هېواد له اشغاله ازاد دی او د هر چا مال او سر پکې خوندي دی.

نو په داسې شرایطو او داسې هېواد کې بیا دعوت او سیاسي فعالیت د څه لپاره؟ حزب التحریر ولې له اوسني امیر المومنین سره بیعت نه کوي؟ دوی ولې اسلامي ټولنه په څو برخو وېشي؟ دوی ولې د داعش په څېر فتنه ګرو ډلو ته بستر جوړوي؟ په همدې ډول لسګونه نورې مهې پوښتنې هم د دوی د مشکوک او مرموز فعالیت په اړوند موجود دي.

په پایله کې ویلی شم چې اوسنی اسلامي نظام په هېواد کې د هر ډول مشکوکو او مرموزو کسانو د نیولو، بندي کولو او د دوی د فعالیت د بندېدو حق لري او په دې برخه کې هر ډول سرغړونه بیا قانوني پایلې لرلی شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version