لبنان کې د حزب الله غورځمګ نوي عمومي مشر نعیم القاسم نن چهارشنبه په خپله لومړنۍ رسمی وینا کې ټینګار کړی چې په ټولو برخو کې به د حسن نصرالله سیاستونو او کاري پروګرامونو ته دوام ورکړي او د جګړې د تعقیب له پلان سربېره به خپلو سیاسي موخو ته هم پاملرنه وکړي.
القاسم په خپلو خبرو کې د هاشم صفي الدين او يحيىسنوار د شهادت يادونه هم کړې او ويلي یې دي چې “موږ ډېرې قربانۍ ورکړې، خو ډاډمن يو چې بريا به زموږ وي.”