Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د حسیب وژل کېدو د مخالفو ډلو ترمنځ بې باوري اوج ته رسولې ده
    تبصرې

    د حسیب وژل کېدو د مخالفو ډلو ترمنځ بې باوري اوج ته رسولې ده

    عمران آغاعمران آغا22 اگست 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پروان ولایت په سالنګ کې د حسیب قوای مرکز په وژل کېدو او د هغه د دیارلس تنه ملګرو په نیول کېدو د دغې ډلې د احتمالي او مخربو پلانونو د عملي کېدو مخه ‌ډب شوه. باوري سرچینې وايي، چې دوی غوښتل یو شمېر تحرکات رامنځته کړي او د ټولنې د وګړو رواني امنیت اخلال کړي، خو مخکې له دې چې خپلو موخو ته ورسېږي، د پېچلو عملياتو په ترڅ کې یې مخه ونیول شوه.

    خو د حسیب له وژل کېدو او د دیارلس تنو له نیول کېدو سره سم، د تش په نوم مقاومت جبهه کې دننه او دغه راز په منځنۍ سطحه له نورو جبهو سره اختلافات او بې باوري اوج ته رسېدلې ده. حسیب قوای مرکز چې د مقاومت ډلې د تبلیغاتي ویډیوګانو په جوړولو کې مخکښ و، د دغه ډلې د تبلیغاتي دستګاه لپاره یوه لویه تشه ده، چې په ضمن کې یې د یادې ډلې دننه باور سخت زیانمن کړی دی.

    دا په داسې حال کې ده، چې په سیاسي او سازماني کچه د تش په نوم مقاومت جبهې پر رهبرۍ او په ځانګړي ډول پر احمد مسعود کلکې نیوکې شوې دي، چې خپل ماما یې پاکستان ته د استازي په توګه معرفي کړی او جبهه یې کورنۍ کړې ده. د حسیب له وژل کېدو سره د دغه ډلې غړي ناخوښه شوي او په دې باور دي چې د ډلې دننه د شفافیت نشتوالی، انحصاري کړنې او انډیوالیزم به د دغه ډلې نور هغه غړي هم قرباني کړي، چې د تحرکاتو لپاره د پاکستان او نورو هېوادونو څخه هېواد ته را لېږل کېږي.

    د تش په نوم مقاومت ډلې د غړو باور دا دی، چې احمد مسعود پاکستان ته د استازي په توګه د خپل ماما په معرفي کولو سره، په دغه هېواد کې د مېشتو او نورو هغه غړو له سرنوشت سره لوبې کوي، چې د افغانستان د ناامنه کولو لپاره د پاکستاني پوځي رژیم له خوا روزل کېږي.

    بل خوا، د مقاومت، آزادۍ، متحدې او نورو تش په نوم جبهاتو ترمنځ د پاکستاني پوځي رژیم د ملاتړ پر سر ګڼ شمېر شخړې او اختلافات پیدا شوي دي، چې له امله یوه ډله هڅه کوي د بلې ډلې مخه ونیسي او د تبلیغاتي او سیاسي فشار لپاره تر نورو ډلو ډېره د پوځي رژیم لپاره وکارول شي. دغه اختلافات وړاندې هم څو ځله د نورو هېوادونو او استخباراتي سازمانونو د ملاتړ پر سر ډېر شوي و، چې له امله د یادو ډلو ځینې غړي په مرموز او څرګند ډول وژل شوي دي.

    مخکینۍ مقالهاسرائیل په سوریه کې د ترکي ځواکونو پر ضد د احتمالي برید په اړه د ناټو د ۵مې مادې ارزونه کوي
    راتلونکي مقاله د انګلستان بودیجه د اټکل خلاف ۱.۸ میلیارد پونډه کسر سره مخ شوه

    مربوطه لیکنې

    پاکستان کې پر افغانانو د آزادۍ جبهې جنایات او استخباراتي فرېب‎

    10 سپتمبر 2026

    د کشک او تیرپل تړون لاسته راوړنې او بېلابېل ابعاد

    10 سپتمبر 2026

    د اختلافاتو قرباني قوماندانان؛ ګټه یې چا ته رسېږي؟

    28 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 11 سپتمبر 2026

    د مهاجرینو وزیر او د ملګرو ملتونو استازي د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کړي

    د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه…

    د فرانسې د ۶۰ میلیارد یورو مالیاتي طرحې پر وړاندې اروپايي هېوادونو مخالفت ښودلی

    11 سپتمبر 2026

    عباس عراقچي ویلي، امریکايي ولس دې د اسرائیلو د جګړو بیه نه ورکوي

    11 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مهاجرینو وزیر او د ملګرو ملتونو استازي د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کړي

    11 سپتمبر 2026

    د فرانسې د ۶۰ میلیارد یورو مالیاتي طرحې پر وړاندې اروپايي هېوادونو مخالفت ښودلی

    11 سپتمبر 2026

    عباس عراقچي ویلي، امریکايي ولس دې د اسرائیلو د جګړو بیه نه ورکوي

    11 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،254 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.