فرانس پرېس خبري اژانس د یمن روغتیا وزارت له قوله راپور ورکړی، چې پر دغه هېواد د صهیونیستي رژیم په تازه بریدونو کې د خبریالانو په ګډون ۳۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۱ نور ټپیان شوي دي.
د صهیونیستي رژیم پوځ ویلي، چې په دغو بریدونو کې یې پوځي مرکزونه، د تېلو زېرمې او د توغندیو توغلو سکو ګاڼې په نښه کړي؛ خو حوثیانو ویلي، چې په دغو بریدونو کې د رسنیو مرکزونه او ملکي تاسيسات په نښه شوي.
اسرائيلو ویلي، چې دغه بریدونه یې د حوثیانو له لوري پر اشغال شوي فلسطین د وروستیو توغندیزو او ډرون بریدونو په غبرګون کې کړې دي.
له بل لوري د یمن حوثیانو خبرداری ورکړی، چې د صهیونیستي رژیم دې برید ته به غوڅ ځواب ورکړی او دا ډول بریدونه به یې د فلسطین له ملاتړه لاس په سر نهکړي.