د حماس غورځنګ مشر “خليل الحية” ویلي، چې د فلسطین د خلکو مقاومت لا هم ژوندی دی او مشري یې کلکه او ثابته ده.

د ښاغلي الحية په خبره مقاومت توانيدلی، چې د اسرائیلي ځواکونو پر وړاندې په کلکه دفاع وکړي.

هغه ټینګار کړی، چې د دښمن ماتول ممکن دي او د فلسطین آزادول د دقیق پلان او پرله‌پسې هڅو سره امکان لري.

نوموړي ویلي، چې د خلکو او مقاومت هڅو وښودله، چې د دښمن وېرونې هیڅ ارزښت نه لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version