الجزيرې خبري شبکې غزه کې د مبارزه کوونکي حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې القسام لوا له قوله خبر ورکړی چې د ياد غورځنګ ځواکونو د غزې د رفح ښار د مرکز النجيلي په يوه ودانۍ کې مېشت ۲۵ صهيونيستي عسکر په نښه کړي او درنه مرګ ژوبله یې وراړولې ده.
همدا راز بيا الجزيرې په يوه بل خبر کې ويلي چې د يادو محاصره اسرائيلي عسکرو مرستې ته د راتلونکو نورو صهيونيستي عسکرو دوه ټانګونه هم د حماس غورځنګ له لوري د ماين چاودنې سره مخامخ شوي او مرګ ژوبله وراوښتې ده.