د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “کتائب القسام” ویاند ابوعبیده د قدس نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله وینا کې پر اسرائیل د ایران بریدونه ستایلي دي.
نوموړي ویلي، چې پر یاد رژیم د ایران توغندیزونو بریدونو د ازادي غوښتونکو هیلې بیا راژوندې کړې.
ابوعبیده همداراز ویلي چې، چې صهیونیست د ټول امت ګډ دښمن دی او باید ټول مسلمانان یې پر وړاندې یو موټی ودريږي.
