د حماس غورځنګ يوه لوړپوړي مشر خليل الحية په یوه تازه غږیز پیغام کې د غزې د دوامدارې محاصرې، لوږې او نسلوژنې پر وړاندې له اسلامي نړۍ، په ځانګړي ډول د مصر او اردن له ولسونو، علماوو او چارواکو غوښتي، چې خپل اخلاقي او دیني مسؤلیت ادا کړي.
هغه د اسرائيلو له لوري غزه کې د هوايي مرستو غورځولو په غبرګون کې ويلي «هوایي مرستې نه؛ بلکې دروازې دې خلاصې کړي، د مرستو هوایي غورځونې ردوو، دا یوازې یو نمایش دی، چې د اسرائيلي جنایتونو د پټولو لپاره ترسره کیږي. اصلي او باعزته لاره دا ده، چې د مرستو لارې پرانیستل شي او مرستې په انساني توګه خلکو ته ورسېږي.»
نوموړي همدا راز ويلي، چې د اسلامي امت علماء باید چوپ پاتې نه شي، د ولسونو مشري دې وکړي او په خبره یې خلکو ته دې لار وښيي، چې د دښمن پر وړاندې ودرېږي.
خليل الحية د اردن حکومت ته ویلي:«ای د اردن ولسه! تاسو تل د فلسطین د قضیې تر څنګ ولاړ یاست. موږ له تاسو هیله لرو چې خپل فشارونه، لاریونونه او غږونه لا زیات کړئ، تر څو د غزې نسلوژنه ودرېږي او مسجد الاقصی ونه وېشل شي.»
نوموړي په پای کې د مصر په ولس غږ کړی، چې ستاسې وروڼه په غزه کې د لوږې له امله مري او ټينګار يې کړی، چې دغه هېواد بايد خپل قاطع دریځ اعلان کړي او د رفح دروازه بايد پرانيستل شي.