د بلوچستان ملي پوځ (BNA) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې وسلهوالو یې د دغه ایالت کیچ ولسوالۍ کې پر پاکستاني پوځیانو برید کړی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې برید د جولای ۲۷مه نېټه د کیچ ولسوالۍ په هوټاباد سیمه کې د پوځ پر ګزمې ترسره شوی، چې په ترڅ کې یې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
بلوڅ ملي پوځ وړاندې خبرداری ورکړی، چې بریدونه به یې له پاکستاني پوځ څخه د بلوچستان تر ازادۍ پورې دوام ولري.
د پاکستان پوځ تر دې مهاله دیادې ډلې دې تازه ادعا ته غبرګون نهدی ښودلی.