د يمن د حوثيانو (انصارالله) ډلې د سياسي شورا مشر مهدي‌ المشاط ويلي، دوی به تر هغو د غزې له ملاتړ لاس وانخلي چې تر څو پر غزې د صهيونيستي رژيم بريدونه پای ته نه وي رسېدلي.

مشاط دغه راز د امریکا پر اوسني مشر «ډونالډ ټرمپ» هم نیوکه کړې او وايي، چې ټرمپ د یمن په جګړه کې لاس لري او د صهیونیستي جنایتونو ملاتړ کوي.

نوموړي زياته کړې «یمنیان ستاسو د توغندیو او بمونو په وړاندې هیڅ پروا نه کوي او نه ترې کومه وېره احساسوي».

ياده دې وي، چې د يمن انصارالله ډله د فلسطين په ملاتړ وخت ناوخت په اسرائیلي رژيم او امريکا بريدونه کوي او پراخ تلفات وراړوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version