د عامې روغتیا وزارت وايي، د خصوصي روغتونونو د روغتیايي چوپړتیاوو د بیو او لایحې د نهايي کېدو په موخه یې غونډه کړې ده.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په خصوصي روغتونونو کې د روغتیايي چوپړتیاوو د وړاندې په برخه کې د بیو او لایحې نهایي کېدل یې اړین بللي دي.په خبرپاڼه کې ویل شوي، یاده طرحه به ریاست الوزراء ته وړاندې شي او د منظورۍ وروسته به په ټولو خصوصي روغتونونو کې پلې شي.: «موږ هڅه کوو؛ تر څو د دولتي سکټور ترڅنگ د خصوصي سکټور له لارې هم په ټولو روغتیايي برخو کې هېوادوالو ته په ټیټو بیو غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.»د یادونې وړ ده، چې د یادې لایحې له مخې ټول خصوصي روغتونونه اړ او مکلف دي؛ تر څو د روغتیايي خدمتونو په مقابل کې د یادې لایحې او جدول له مخې فیسونه واخلي.

په افغانستان کې اوسمهال سلگونه خصوصي روغتونونه فعال دي، خو خلک یې د ټیټ کیفیت، د بیو لوړوالي او د ډاکټرانو له لوري په ناسم چلند تورنوي.که څه هم د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د روغتیا په برخه کې د پرمختگونو خبره کوي، خو لا هم هر کال زرگونه افغان ناروغان پاکستان، ایران، ترکیې او هندوستان ته د درملنې لپاره ځي.تېره اوونۍ ایراني چارواکو ویلي وو، ایران هر کال یو مېلیارد ډالر له بهرنیو ناروغانو گټه کوي، چې ډېره برخه یې افغانان دي.

د روغتیا برخې کارپوهان له اوسني حکومت غواړي چې د روغتونونو چوپړتیاوې د اوسني عصر سره برابرې کړې او افغان ډاکټران دې د لنډمهاله او اوږدمهال زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version