عادل افغان

واشنګټن امریکايي ورځپاڼې په خپلې وروستۍ مقالې «طالبانو ژمنه کړې چې کابل بدلوي؛ ښايي کابل ښار به د طالبانو د بدلېدو په حال کې وي» کې لیکلي چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، دوی تر ډېره پر دې ټينګار کاوه چې هېواد به د لوېدیځ له هر ډول اغېزو او تاثیراتو پاکوي، خو د دې ترڅنګ د طالبانو ډېری کسان هم ‎ د بدلون په حال کې دي او داسې ښکاري چې ښاري فضا د دوی پر ژوند هم سیوری غوړولی دی. د ورځپاڼۍ د لیکوال په باور، د طالبانو کسان اوسمهال تفریحي پارکونو ته ځي، د کرېکټ لوبې ګوري، د فېسبوک په څېر په نورو ټولنیزو رسنیو کې ډېر فعال شوي، ځینې هغه کتابونه لولي چې یا خو په لوېدیځو هېوادونو کې چاپ شوي او یا هم لوېدیځ لیکوالانو لیکلي او دغه راز په ډېرو هغو فعالیتونو کې ګډون کوي چې له ښاري ژوند سره تړلي دي. دوی دغه راز د انګلیسي ژبې د زده‌کړې په مرکزونو هم لیدل کېږي او له ځینو سره خو آن په لوېدیځ کې د تحصیل په اړه لېوالتیا ډېره شوې ده. دې ټولو مواردو ته په کتو داسې ښکاري چې ښاري ژوند پر دوی ډېر اغېز کړی او د دوی په فکرونو کې یې د پام وړ بدلون راوستی دی. د ورځپاڼې د لیکوال په خبره، که څه هم چې دا ډول فعالیتونو د طالبانو په منځ کې د یوه تحول څرګندونه کوي، خو له بلې خوا په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې د دوی ځپونکي اقدامات هم باید له یاده ونه ایستل شي. مقاله پر دې ټینګار کوي، سربېره پر دې چې طالبانو د ښاري ژوند بېلابېل اړخونه منلي، خو د ښځو پر وړاندې یې په نظریاتو کې هېڅ بدلون نه ښکاري. په دې مقاله کې د طالبانو د ځینو هغو کسانو نظرونو ته هم اشاره شوې، چې د مقالې لیکوال یې ورسره په اړه خبرې کړي دي. د لیکوال په باور د طالبانو ځينې غړي په ځینو مواردو کې له اوسني وضعیت ناخوښ برېښي، ځکه د دوی په باور، د دوی مبارزې او قربانۍ د اوسنیو مادي ارزښتونو او قدرت لپاره نه وې. پر دې ټولو سربېره، ښاري ژوند خپلې ستونزې لري او دغو ستونزو ځينې طالبان د یوازېتوب، سترس او له مذهبي او دیني مسایلو څخه د لېرې والي له احساس سره مخ کړي او بېرته کلیو ته د ستنېدو لېوالتیا پکې ډېره شوې ده، ځکه دوی فکر کوي چې په کلیوالو سیمو کې یې له خدای تعالی سره اړیکه ډېره وي او په هغو ځایونو کې ټولنیز پیوندونه هم د ښار په پرتله ټينګ وي. دا مقاله د هغو افغانانو نظرونه هم رانغاړي چې د طالبانو د واکمنۍ مخالف دي، خو اوس په دوی کې بدلونونو حیران کړي دي. دوی اوس ان په ځینو مواردو کې هغو کسانو ته څه نه وايي چې په موټرونو کې موسیقي اوري، په داسې حال کې چې په لومړي سر کې د موسیقۍ له الاتو او دغه راز غربي لباسونو سره کلک مخالف وو، خو اوس دوی خپله هغه نظامي یونیفورم اغوندي چې یو وخت د دوی په نظر د دوی دښمنانو اغوست. ځينې خلک پر دې باور دي چې طالبان په دې هڅه کې دي چې ځانونو د هغو خلکو له سبک سره برابر کړي چې دوی پر حکومت کوي. پر دې ټولو سربېره، دغو بدلونونو د ښځو د حقونو په برخه کې کوم بدلون رانه وست. نجونې لا هم د دې اجازه نه لري چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونو ته ولاړې شي. په کندهار کې د طالبانو رهبرۍ افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ پر یوه تر ټولو ځپونکي هېواد بدل کړی دی. داسې اندېښنې هم شته چې له جګړې وروسته د هېواد د بیارغونې، د لویو ماڼیو جوړولو، د جوماتونو جوړولو او نورو برخو کې د طالبانو پلانونه به پر ښځو د دوی محدودیتونه راکم نه کړي او په دې سره ښايي ځينې بهرني ملاتړي بنسټونه هم د دغه هېواد پرېښودلو ته اړ شي. په دې مقاله د طالبانو هغو پلانونو ته هم اشاره شوې چې غواړي د کابل ښار په څنډه کې د « نوي کابل ښار» د جوړولو لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي. دغه پروژه چې د امریکا له ملاتړه برخمن تېر حکومت په وخت کې ډیزاین شوې وه، د لویو ودانیو، ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو تجارتي مرکزونو جوړول پکې شامل دي. که څه طالبانو په لومړیو کې د دې پروژې د ډیزاین د بدلون په هڅه کې وو، تر څو لګښتونه کم او کوچنۍ ودانۍ جوړې کړي، خو اوس داسې ښکاري چې دوی بېرته له خپل دې پلان څخه په شا شوي او هغه پخواني پلان ته بېرته ورګرځېدلي چې په لوړ لګښت به پکې لویې ودانۍ او تجارتي مرکزونه جوړوي. ښايي د دغه ښار ابادي په لسیزې وخت ونیسي، خو د جوړولو لپاره یې ارادې تر پخوا ټینګې ښکاري. په لنډه توګه، دغه مقاله د کابل او طالبانو ترمنځ ورځ تر بلې پیاوړې کېدونکې او مخ پر ودې اړیکې په ډاګه کوي، خو ځینې طالبان چې د ښاري ژوند ډېر معیارونه یې منلي او لا هم په دې برخه کې د پرمختګ په حال کې دي، خو هېڅ داسې نښه نه ښکاري چې دوی دې پر خپلو ځپونکو اقداماتو کې بدلون راولي. د ښځو وضعیت لا هم ترینګلی دی او ښايي له همدې کبله له جګړې وروسته طالبان د هېواد د بیارغونې په برخه کې دوی له ګڼو خنډونو سره مخ شي. په دې مقاله کې لیکوال د طالبانو په منځ کې د بدلون د پوټنشیل او پر ښار یې د اغېز په اړه ډېره پوښتنې هم کړي، چې د ده په باور وخت به یې ځواب ووايي. تبصره: واشنګټن پوسټ ورځپاڼه چې د نړیوالو رسنیو له ډلې یوه مخکښه رسنۍ ده، له شک پرته چې د امریکايي حکومت، د استخباراتي او نورو ادارو له کلک ملاتړه برخمنه ده، له همدې کبله باید د دې او دې ته ورته رسنیو هره کرښه په پوره غور سره ولوستل شي، ځکه دغه ډول رسنۍ که له یوې خوا د فرهنګي یرغل سرلارې دي او تر ډېره په نورو هېوادونو او ملتونو کې د خپلو حکومتونو د پالیسیو د پلي کېدو لپاره بستر جوړوي، له بلې خوا بیا کله ناکله داسې تبلیغات او پروپاګند هم خپروي، چې په عامه اصطلاح پر نړیوالو سپین پر تور او تور پر سپین مني. د افغانستان په اړه د دې ورځپانۍ د وروستۍ مقالې په اړه غواړم پر څو ټکو تبصره ولرم: لومړی- د مقالې په پیل کې د طالبانو د ځینو غړو د بدلون، یا پر دوی د ښاري ژوند د اغېزو په اړه خبرې شوي. لومړۍ خو باید دا څرګنده کړو، کومه مبارزه چې طالبانو په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف، ناټو، اروپايي ټولنې، د دوی د قراردادیانو او دلته د دوی د لاسپوڅي حکومت پر ضد کړې، ښايي په بشري ټولنو کې یې ساری کم او آن بې سارې وي. په دې اړه که جزیاتو ته ولاړ شو، ښايي تشریح به یې کتابونو ته اړتیا ولري، خو په لنډه توګه ویلی شم چې طالبانو یوه ناممکنه بریا او مبارزه خپله کړه. دویمه خبره دا چې په تېره شل کلنه دوره کې د طالبانو پر ضد د لویديځ او د دوی د لاسپوڅي حکومت یوه ستره جبهه فرهنګي یا تبلیغاتي جبهه وه چې میلیاردونه ډالر یې پر ولګول او تر یوې کچې پر دې وتوانېدل چې د ښارونو او کلیوالو سیمو ترمنځ واټن رامنځته کړي، یا په بله وینا د ښاري سیمو خلکو ته کلیوال خلک د دوښمنانو په توګه ور وپېژني. دا چې له شل کلنې مبارزې وروسته امریکايي ښکېلاک او د دوی لاسپوڅی حکومت دړې وړې شو، نو ورسره سم هرڅه خپل عادي حالت ته د ګرځېدو په حال کې شول. د ښار او کلي، ښوونځي او مدرسي، طالب او د پوهنتون محصل او دغه راز په بېلابېلو برخو کې شته واټنونه راکم او آن له منځه ولاړل، نو ځکه په ډېره لنډه موده کې د امریکا د ډالرو پر زور د رامنځته شوي اوږده واټن له منځه تګ دوی هک پک کړي دي. دویم- په مقاله کې پر ښار د طالبانو او یا پر طالبانو د اغېز خبره شوې ده. دا واضېح خبره ده چې پر انسان خپل چاپېریال ډېر اغېز لري، خو دا هم باید پوښتل شي چې څنګه اغېز؟ لومړی خو طالب چې شل کاله یې په غرونو کې په ګرمۍ، یخنۍ او هر ډول ناوړه شرایطو کې خپل سنګر ګرم وساته، اوس اوس یې د ارام ساه واخیسته او دا ساه اخیستنه خوندوره ځکه ده چې پر ډېرو قربانیو، د بریا په ترلاسه کولو او د امریکايي استکبار تر ماتې وروسته یې واخیسته او د خپل ولس نرمې او ګرمې غېږې ته یې ځان راورساوه. له شک پرته چې دا لویه اغېزه ده، ځکه یو څوک چې شل کاله یې په غرونو کې په محرومیت کې د امریکايي وحشت تر سیوري لاندې د مبارزې سنګر ګرم ساتلی و، په وخت ورته ډوډۍ نه رسېده، د ژوند له لومړنیو اړتیاوو محروم وو او ان په ورځو او اوونیو کې به پر دې نه توانېدل چې له خپلو کورنیو سره وګوري، خو اوس هرڅه برعکس وي، ښار ارام، کلی ارام، غر ارام او سمه ارامه وي، د وطن هر کس او آن بهرني اتباع د هېواد هر کوټ ته له کومې وېرې پرته د شپې او ورځې سفر وکولی شی، نو دا ډول شرایط او ۱۸۰ درجې بدلون به ولې پر انسان اغېز نه پرېباسي؟ هو اوس هم د طالب ژوند بدل شوی او هم د هر بل افغان. د طالب د سپېڅلې مبارزې راوړي رنګ هم پر ښار اغېز کړی او هم د دې مبارزې په پایله کې د ازاد شوي ښار فضا پر طالب اغېز کړی. ښار اوس امن دی، د بهرني اشغال پرده ترې پورته شوې، لوچکي، لنډغري، وسله والې غلاوې او فحاشۍ او شراب نوشۍ ګرمې کیسې پکې نشته او هر څوک په ډاډمنه او ارامه فضا کې خپل ژوند او کار مخته وړي. دا ټول هغه واقعیتونه دي، چې هر ساکښ او د سالم عقل خاوند یې لیدلی او حس کولی شي. درېیم: هو! ازادي هغه خوږ ارزښت و چې طالب یې د ترلاسه کولو لپاره پوره شل کاله د خپل وجود وینې، غوښې او هډوکي ورته نذرانه کړل، ځکه یې نن مېوه هم همدومره شیرینه ده. طالب که تېر شل کاله د مبارزې، معرکې او ازادۍ اخیستلو دروند مسوولیت ور تر غاړې و، اوس ورته تر هغې دروند مسوولیت؛ د وطن ابادي، سوکالي، د کونډې او یتیم پالنه او د ازادۍ ساتنه ور ترغاړې ده، نو د دغه دروند مسوولیت لپاره به طالب نن هم انګلیسي زده‌کوي، هم کمپیوټر او هم بل هر معاصر علم او پوهه. طالب به نن هم یونیفورم اغوندي او هم به د خپل ښار او کلي د ابادۍ لپاره موزې په پښو کوي او هم به مټې رانغاړي. زه ډاډه یم، لکه څرنګه چې د طالب تېرې شل کلنې مبارزې رنګ راوړ او د اشغال له تیارې سره تر ستړې جګړې وروسته یې ځان او وطن ته روڼ سهار راوست، همداسې به نه یوازې کابل ښار؛ بلکې د هېواد هره سیمه ابادوي، زرغونوي او د نړۍ پر سیال هېواد به یې بدلوي. ان شاالله

!

۱ څرگندون

  1. السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
    وبعد: ستاسو اکثره لیکنې هیڅ فاصله نه لري، مانا هر پراګراف جلا جلا نه دی.

    دغسې ګډه لیکنه انسان ستړی کوي او تر ډېره موضوع له سړي ورک شي چې ما تر کوم ځایه پورې لوستې ده یا اوس څه لولم.

    خبر، راپور، مرکه یا مقاله چې په لنډو جملو او پراګرافونو لیکل شوې وي د ورځپاڼې یا ویب پاڼې د پاڼو ترتیب ښکلی کوي او د لوستونکي د ژر ستړي کیدو مخه نیسي.
    مننه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version