قزاقستاني رسنيو راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان په جدې ښار کې، کابل ته د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو په کچه د تماس ډلې د احتمالي سفر په تړاو د دغه سازمان د تخنیکي کچې غونډه شوې ده.
د سرچینو په وینا، په غونډه کې د قزاقستان سرکنسول او د اسلامي همکاریو سازمان لپاره د دغه هېواد دایمي استازي رسلان کاسپانوف هم ګډون کړی و.
د راپورونو له مخې په دې ناسته کې کابل ته د پلاوي د سفر لپاره د اجنډا د جوړولو په اړه بحث شوی او ګډونوالو هېوادونو د افغانستان سره د تعامل لپاره پر یوې واحدې تګلارې هوکړه کړې ده.
