د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر وايي، د خواف– هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهمې برخې جوړولو هوکړه د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او گاما شرکت سره ترمنځ لاسلیک شوه.

له یاد دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه هوکړه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې لاسلیک شوه. :«د خواف– هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دوهمه برخه ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ټول لگښت یې ۵۳ مېلیونه ډالرو ته رسېږي. ټاکل شوې چې د دغه پروژې چارې به د شاوخوا دوه کلونو په موده کې په معیاري ډول بشپړې او گټې اخیستنې ته وسپارل شي.»

د خبرپاڼې له مخې، دا د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ لویې پروژې وروستۍ برخه ده، چې له رباط پریان څخه پيل د هرات نړیوال هوايي ډگر او صنعتي ښارگوټي ته رسېږي.:«د دغه برخې په بشپړېدو سره به د خواف- هرات د سیمه‌ییز اتصال پروژه؛ افغانستان د ایران له مهمو سمندري بندرونو سره وصل کړي او د ترکیې د اوسپنې پټلۍ شبکې له لارې به اروپا ته لار ومومي، پر دې سربېره به د افغانستان له خاورې په تېرېدو سره د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداگریزې راکړې ورکړې د کچې لوړېدو لپاره هم زمینه برابره کړي.»

د یادونې وړ ده چې د دغه پروژې په جوړېدو سره به په فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو کې هم د اوسپنې پټلۍ شبکې غځولو ته زمینه برابره شي.

د یو بل خبر له مخې، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د روسیې د اوسپنې پټلۍ ادارې له مرستیال الیا کازاکوف سره لیدلي دي.

په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو استازو ویلي، دواړه هېوادونه بايد د اوسپنې پټلۍ لپاره يوه داسې اغېزمنه لاره غوره کړي، چې لگښتونه يې کم، لنډ او اسانه وي.

د روسیې د اوسپنې پټلۍ مرستیال الیا کازکوف ویلي، دا چې په اتصالي برخه کې اوسپنې پټلۍ د افغانستان لپاره تر ټولو زياته مهمه ده، فلهذا د روسیې د ريل پټلۍ اداره په هرات-بولدک او افغان ټرانس ریلي پروژو کې هم هر ډول همکارۍ ته چمتو ده، چې د روسیې د ريل پټلۍ اداره به په ریلي برخه کې گڼو افغان ځوانانو ته د مسلکي زده کړو زمينه هم برابره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version