د کابل امنیتي مسوولین وايي، بېگاه شپه ناوخته د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند سیمه کې څلور تنه وسله‌وال غله د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

د کابل یوې امنیتي سرچنې هندوکش ته ویلي، یاد غله په وسلو سمبال وو، چې له خلکو به یې د وسلو په زور توکي اخیستل او شوکې به یې کولې.:«وسله‌والو غلو د امنیتي ځواکونو په شان ځانونه جوړ کړي وو، د اللهﷻپه مرسته مو غله ووژل او وسلې ترې هم غنیمت شوې.»

د کابل د ولسوالیو سربېره د کابل په ښار کې هم نږدې هره ورځ د امنیتي ځواکونو له لوري وسله‌وال غله له منځه وړل کېږي، چې ورسره د کابل په ټولو امنیتي حوزو کې وضعیت ښه شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت، کابل امنیه قومنداني، د استخباراتو ریاست او امنیتي حوزو له عامو ښاریانو په بیا بیا غوښتي چې د ورانکارو او وسله‌والو غلو په لیدو د پولیسو وړیا شمېرې ته زنگ ووهي او له امنیتي ځواکونو سره دې خپله مرسته وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version