د خوست ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په نادرشاهکوټ ولسوالۍ کې د ۱۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۷۷ بېلابېلو پراختیايي پروژو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، استنادي دیوالونو، اوبو لګولو کانالونو، پلچکونو او اوبو رسولو شبکو جوړول شامل دي.
وزارت ویلي، د یادو پروژو په بشپړیدو سره په اړوندو برخو کې د نادرشاهکوټ ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هوارې شوې دي.
