د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د دغه وزارت له لوري د خوست نړیوال هوايي ډگر پراختیايي چارې روانې دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له لوري د ۱۱ مېلیونه او ۳۵۵زره افغانیو په ارزښت د خوست نړیوال هوايي ډگر د ځغاستلیکې دواړو خواوو ته د یادې ځغاستلیکې د ویجاړېدو د مخنیوي په موخه د دوه زره او ۷۰۰ متر مربع په اندازه د ډبرو لگولو او د اوبو وړو کانالونو د جوړولو کارونه ۳۵سلنه بشپړ شوي او د پاتې چارو کارونه یې په چټکۍ سره روان دي.

نږدې دوې میاشتې وړاندې له خوست څخه متحده عربي اماراتو ته د کام‌ایر هوايي شرکت له لوري مستقیمې الوتنې پیل شوې، چې اوس د یاد ولایت اوسېدونکي د کابل پر ځای په مستقیم ډول متحده عربي اماراتو ته تگ راتگ کوي.

د معلوماتو له مخې، د خوست په هوايي ډگر ۹۹۱ مېلیونه افغانۍ لگښت شوی، خو د بېلابېلو لاملونو له مخې ترې الوتنې ځنډېدلې وې، چې نږدې دوې میاشتې وړاندې ترې یو ځل بیا نړیوالې الوتنې پیل شوې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version