د خوست ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یو ډله‌ییز قبر موندل شوی، چې شا اوخوا سل مړي پکې موندل شوي دي.د خوست ښاروال بسم الله بلال وايي، د دې ډېر احتمال شته چې دغه مړي د پخواني شوروي اتحاد د پلوي حکومت له وخته پاتې دي.د ښاغلی بلال په خبره، یاد ډله‌ییز قبر د سړبني سیمه کې د یو کوچني بند د جوړولو لپاره د کیندنو پر مهال موندل شوی دی.نوموړی زیاتوي، په قبر کې ښخ شوي کسان په ۱۳۵۸ کال کې چې پر افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند پلویان واکمن وو، وژل شوي دي.:« په دغه ډله‌ییز قبر کې داسې مړي هم وو چې د ښځو جامې یې پر تن وې. له دې معلومېږي چې دوی ښځینه او نارینه یو ځای په ډله‌ییزه توگه وژلي او دلته یې ښخ کړي دي.»ځايي خلک وايي، د مړو له جامو ښکاري چې ټول وژل شوي ملکي وگړي دي.په افغانستان کې د څلوېښت کلن انقلاب، یرغلونو او جگړو پر مهال د هېواد په گڼو ځایونو کې ډله‌ییز قبرونه موندل شوي. دغه ډول ډله‌ییزې وژنې د خلق ډیموکراتیک د پلویانو له لوري کېدې، چې زرگونه کسان پکې دفن شوي دي.څو کاله وړاندې د کابل په پلچرخي سیمه کې هم ورته قبرونه موندل شوي وو، چې ډاکټر نجیب د حکومت پر مهال هغه خلک وژل شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version