غلام محمد توانا

هر هيواد او ټولنه په مختلفو وختونو او تاريخونو کې داسې يو ظالم او بې رحمه انسان په خپله غيږه کې لري چې تر شا يې بلا داسې کيسې پرتې وي چې لوستونکی یې کلونه او لسيزې وروسته هم د ويرې احساس کوي.افغانستان چې له تيرو پنځوسو کلونو يو جنک ځپلی هيواد او د ګوندونو په خپل منځونو کې د اقتدار حاصلولو د لوبو ميدان پاتې شوی، چې دغه ميدان په تاريخ کې خپل حالتونه او واقعات لري، خو د جنګ او ګډوډيو دغه میدان بيا تر نورو ډېر تيرو په نوم جهادي ګوندونو ګرم ساتلی وو، چې پيل يې په داخلو جګړو وشو او پای يې د امريکا او ناټو په اشغال ودرېد.په هر ولايت او هره ولسوالۍ کې د قتل، ظلم او جنسي تيري، چور، غصب او … خلپې کيسې لري او دغه کيسې یې خپل ظالم، قاتل او خونخوار اتلان. د ظلم او وحشت د دغه اتلانو له ډلې څخه يو هم د عبدالعلي مزاري يا حزب وحدت ځوان قومندان شفيع ديوانه و.شفيع ديوانه هغه نوم دی چې لا يې هم د کابل پوهنتون، دوغ اباد او شا او خوا سيمه په خپل تاريخ او حافظه کې ياد لري او لا يې هم د کابل زړې ښځې، سپين ږيري او اوسيدونکي په رپيدلو او ويريدلو شونډو نوم اخلي.د کابل، پوهنتون، دوغ اباد او د هغه تر څنګ شا او خوا سميو کې شفيع ديوانه خپلې پوستې او قرارګاوي لرلې.شفيغ ديوانه اولنی کس و چې د کابل او افغانستان په معاصر تاريخ کې یې د وحشت، قتل، غصب جنسي تيریو بنياد کېښود، چې د کابل خلکو به يې د کيسو په اوريدلو خپل حواس له لاسه ورکول.شفيع ديوانه د اول وار لپاره د رقص مرده، له پښتنو او تاجکو ښځو څخه سينې پريکول، د وړو انجونو سينې په چمپلو(چپلکو) تر هغې وهل تر څو وپړسيږي او غټې شي او بيا دوی پرې خپله وحشي جنسي تنده خړوب کړي.شفيع ديوانه د ژونديو انسانو په سرونو کې د ميخونه وهلو شروع ان د غوږونو او پزو پريکولو باندې هم بسنه ونکړه او هر هغه جنايت يې وکړ چې د افغانستان په تاريخ کې یې بيلګې بيخي نه وې او نه يې چا کيسې اوريدلې وې.امريکايي ليکوال کرسټينا ليمپ ليکي:د شفيع ديوانه جنګياليو په کابل پوهنتون کې قرارګاه لرله او د کابل پوهنتون د کتابخانې په کتابونو به یې چای جوشوه ځکه دوی د کابل پوهنتون هيڅ دروازه او کړکۍ نه وه پرې ايښې. شکست اقوام محروم در افغانستان نومي کتاب کې عليخان زاهدي ليکي :کله چي به جنک ودرېد د شفيع ديوانه لنډغرو به د جنګ ځپليو کورونو او ودانيو ته ننوتل او څه به چې په لاس ورغلل هغه به يې چور کړل.شفيع ديوانه د غلو يو منظم کروپ درلود چې دوی به کوم ځای خوښ شو هغه ځای ته به ورغلل او لوټل به يې شروع کړل.حتی د شفيغ ديوانه لنډه غرو د خلکو له کورونو لسګونه ښايسته انجونې له ځان سره وړلې او هلته به په مياشتو مياشتو ساتلي، جنسي تيری به يې پرې کاوه چې ډيرې یې حاملې او نور ډېرو يې اولادونه هم زيږولي ول.کله چې د شفيغ ديوانه لنډغر د کابل پوهنتون له ساحې څخه وتښتيدل، د ټلوالې د هغه وخت د يو قمندان په قول چې د شپې يوه جلۍ زموږ په لور راغله، زه او څو نور ځوانان حيران شولو خو زړه مو ښه کړ ورغلو.انجلۍ لوڅه وه راته يې وويل زه د شفيع ديوانه د لنډغرو سره بندي وم او هغوی چې وتښتېدل موږ یې پريښودو. د شفيع ديوانه په زېر ځمينۍ کې زما غوندې سلګونه انجونې بنديانې دي چې ډيرې یې په ډېر بد حالت کې دي چې د خوځيدلو نه دي.د شفيع ديوانه لنډغرو زموږ په کورونو حمله وکړه، سړي يې راته مړه، کورونه يې چور او موږ يې له ځان سره په زور بوتللو.د ديوانه لنډغرو تر دې حده ظلم کوی چې د ښځو سينې به يې د دروازو او کړکيو په قاتونو کې کېښودې او د ښځو له چغو به يې خوند اخيست.د ښځو شرمګاه به يې په سګريټو سوځولې.له ښځو به یې سينې پرې کړې او هغه پرې شوي سينې به يې بيا په نورو بنديانو خوړلې.دا کيسې کيدای شي ډېرو ته مبالغه ښکاره شي، خو د کابل پوهنتون دوغ اباد او تر څنګ پرتې سيمې اوسېدونکي مشران لا هم ژوندي دي او په لسګونو د دغسې کيسو پوښتنه ترې کولی شئ. علي خان وايي، د شفيع ديوانه د ظلمونو تاريخ بيخي اوږد دی هغه زياتوي:د کابل پوهنتون په الماريو کې د لسګونو انسانانو وچ شوي جسدونه پراته ول.د ديوانه لنډغرو به چې په خپله سیمه کې د بل ځای څوک ونيول هر څه به يې ترې واخيستل او بيا به يې ورته وويل چيري ځې؟هغه به وويل، پلانکي ځای ته.دوی به ورته وويل، تر هغه ځايه څو کرايه ده؟هغه به وويل لس يا شل.لنډغرو به ورته وويل اوس لس يا شل افغانۍ را کړه چې خوشې دې کړو او لاړ شې.چون له هغه به يې هر څه اخيستي ول او هيڅ به ورسره نه ول، غلی به شو.دوی به بيا وخندل يا به يې ترې غوږ پرې کړ يا پزه او يا به يې په سر کې ورته مېخ و ووهه.ديوانه په دشت برچي کې يو شخصي زندان درلود چې په سلګونو انسان یې پکې بنديان ساتلي ول او هغه به هره ورځ له دغو بنديانو دوه دوه شهيدانول او بيا به يې د دغه شهيدانو غوښې نورو بنديانو ته شوروا کوله او دغه شوروا به يې بيا پر هغوی خوړله.د هزارګانو مشر عبدالعلي مزاري په يوه ويډيو کې اقرار کوي چې کابل کې هر چا ظلم کړی او د ده لنډغر هم د غه ظلم برخه ول.شفيع ديوانه باميانو کې د خليلي د لنډغرو لخوا د خليلي سره د يو شخصي مشکل له امله ووژل شو او د وحشت او ويرې دغه بنیاد ايښودونکی او تور باب دغسې بند او د تاريخ پاڼو ته پاتې شو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version