د خوست امنیه قومندانۍ د اطفائیې منسوبینو د خوست ښار نجارانو مارکېټ کې رامنځته شوې اورلګیدنه مهار کړې او د لا ډېر زیان مخه یې نیولې ده.
خوست امنیه قومندانۍ وایي، یاده اورلګیدنه د برق شارټۍ له امله رامنځ ته شوې چې له امله یې د شاوخوا ۷۰ زره افغانیو مالي زیان اوښتی او د نږدې یو میلیون افغانیو مالي زیان مخه نیول شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د یادې اورلګیدنې له امله چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
