د جګړه ييزو‌ ګډو زده کړو قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې د ملي دفاع وزارت ۸۳ تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي‌ الله‌ عنه د جګړه‌ يیزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ د څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د جګړه ييزو ګډو زده کړو قومندانۍ قومندان مولوي نصیب‌الله “مدني”فارغانو ته د اسلامي ارزښتونو، ملي نوامیسو او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په اړه لارښوونې کړې دي.

په ورته مهال فارغ شويو منسوبينو د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتووالی ښودلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version