ځایي سرچینو خبر ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ اړوند بر قمبر خېلو سیمه کې د پاکستاني عسکرو او وسله‌والو ترمنځ سخته جګړه شوې

د سرچینو په وینا، دې جګړه کې دواړو لورو ته د مرګ‌ژوبلې احتمال شته؛ خو کره شمېرې لا نه دي خپرې شوې.

په ورته مهال سرچینو د خیبر پښتونخوا بنو ولسوالۍ میریان سیمه کې د وسله‌والو له خوا د څلورو پاکستاني پولیسو د تښتول کېدو خبر ورکړی.

د دغو پولیسو د تښتول کېدو مسئولیت کومې ډلې نه‌دی منلی او د پاکستان پوځي رژیم ځایي چارواکو هم په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version