د سومالیا دفاع وزیر احمد معلم فقي ویلي، چې صهیونیستي رژیم هڅه کوي فلسطینیان په زور سومالیا ‌لېنډ ته کډوال کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا تحرکات د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی او پر سومالیا د برید مانا لري.

د سومالیا دفاع وزیر ویلي، چې په وروستیو کلونو کې د سومالیا ‌لېنډ نیمايي سیمې بېرته د سومالیا له جمهوریت سره یوځای شوې دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تازه د صهیونیستي رژیم لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې غزه باید له خلکو خالي او غیر نظامي سیمه اعلان شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version