د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو ٢٨، اووم او اتم نمبر ملکي بستونو کې د استخدام په موخه له ۷۰ تنو داوطلبانو څخه ازموینه واخیستل شوه.

د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌‌ییزو ګډو زده‌کړو قومندانۍ وایي، دغه ازموینه د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت د ټاکل شوي هیئت له خوا په رڼه او شفافه فضا کې ترسره شوه.

د ازموینې ګډونوالو څه موده وړاندې یادو بستونو ته نوم‌لیکنه کړې وه او د ټاکل شویو شرایطو پوره کولو له امله د ازموینې مرحلې ته معرفي شوي وو.

د ازموینې ګډونوالو د دې پروسې له روڼوالې خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د هېواد او نظام د خدمت په نیت یې ازموینه ورکړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version