نړيوالو رسنيو د فلسطین په روغتون کې د سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د جمعې ورځې په ماښام د غزې ښار په ختیځ کې د ملکي وګړو په یوه موټر اسرائیلي رژيم هوايي برید کړی.

سرچينې وايي بريد کې د یوې فلسطیني کورنۍ ۱۱ غړي شهيدان شوي، چې اووه ماشومان او درې ښځې پکې شاملې دي.

د عیني شاهدانو په وینا، دا پیښه د دوه اونیو راهیسې چې د اوربند تړون پیل شو تر ټولو خونړۍ حمله ده.

ياده دې وي، چې تر دې وړاندې هم اسرائيلي رژيم اوربند نقض کړی او په ځينو بريدونو کې یې ملکي وګړي په نښه کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version