لیکوال: همایون نعمان

د دلوې ۲۶مه له افغانستان څخه د شوروي اشغالګرو ځواکونو د وتلو کالیزه دی؛ هغه زبرځواک چې د افغانستان پر ملت د برلاسۍ او د خپل لاسپوڅي حکومت د لړزیدلو بنسټونو د ټینګولو په نیت دغه خاورې ته راننوت او د لسو کلونو په موده کې یې بې شماره جرمونه او جنایات ترسره کړل.

په دې ټوله موده کې شوروي اتحاد د خپلو شومو پلانونو د پلي کولو لپاره د دې خاورې ګوټ، ګوټ د باروتو په اور باندې وسوځاوه او له ځمکې او هوا یې د افغانستان بې ګناه خلک، که هغه بوډا وو که ځوان، نارینه که ښځینه او حتی مظلوم ماشومان وو، په نښه کړل.

د افغانستان ملت د شوروي اتحاد په تیاره سیوري کې ډول، ډول ظلمونه او وحشتناک جنایتونه وزغمل. زرګونه کسانو د شهادت جام نوش کړ، میلیونونه کسان ټپیان شول او څو میلیونه نور بې کوره شول. خو دې فاجعو د ملت له کلکې ارادې او ټینګې عقیدې څخه څه کم نه کړل او د اشغالګرو په وړاندې یې لا پیاوړي کړل.

هو! د افغانستان مجاهد‌پاله ملت په تشو لاسونو، خو په ټینګ ایمان او پر خپل رب په قوي توکل سره د شوروي اتحاد او د هغه د مزدورانو په وړاندې راپورته شو او د خپلو ځانونو په قرباني کولو سره یې د افغان ځمکې د وياړ او عزت یو نوی روایت په تاریخ کې ثبت کړ.

په هغه وخت کې، شوروي اتحاد پر افغانستان باندې د اشغال سره نه یوازې خپل لاسپوڅی حکومت ونشو ساتلی، بلکې د دې میړني ولس په وړاندې په شرمناکه ماتې سره، د دې ناوړه اتحاد بنسټونه هم ولړزیدل او له ډیرې مودې وروسته یې بنسټ په بشپړه توګه ونړېد.

په افغانستان کې د اشغال له پای ته رسېدو او په تعقیب یې د کمونیستي حکومت له سقوط وروسته، هغه وخت چې د جهاد د اهدافو د تحقق لپاره یو بې ساری فرصت برابر شو، جنګ سالارانو او ځای‌طلبه مشرانو هر یوه د خپلو شخصي ګټو د تأمین په موخه، د اسلامي دولت د تأسیس لپاره د افغان ملت ارمانونه مسخره او تر پښو لاندې کړل.

هماغه وخت و چې خپلسرو مشرانو د اتحاد او یووالي او رنځېدلي ملت پر ژورو ټپونو د مرهم ایښودلو پر ځای، خپله د خلکو لپاره بلا وګرځېدل او د اشغال له وخت څخه یې لا ویجاړونکې جګړې پیل کړې.

د افغانستان خلک په داسې حال کې چې له اشغال وروسته یې د روښانه سبا په لور ګامونه اخیستل، د جنګ سالارانو او د هغوی د شومو ګوندونو په زهري دام کې راګیر شول او د پخوا په پرتله یې په ډیرو تیاره شپو کې پرېښودل.

د کورنیو جګړو په اوږدو کې، د جنګ سالارانو له څېرو څخه نقابونه لرې شول او د دې سیمې رنځېدلي خلک دوی په حقیقي ماهیت پوه شول؛ هغه تش په نوم رهبران چې د دین او جهاد په نوم یې ځانته دوکان پرانیستی و او له دې لارې یې خپلې نفساني غوښتنې تعقیبولې.

بالاخره، له کلونو وروسته د الهي سنت له مخې، د جنګ سالارانو د ظلم شپه هم د نورو ظالمانو په څېر پای ته ورسېده او د افغانستان خلک خپل هغه لوړ هدف ته ورسېدل چې هغه په افغانستان کې د اسلامي نظام ټینګښت و او ټولو بلاګانو او مصیبتونو ته یې د پای ټکی کېښود.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version