شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د پاکستان د طالبانو غورځنګ په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د شمالي وزيرستان ولایت په ګړیوم ولسوالۍ کې د طالبانو او پوځ ترمنځ پرونۍ پېښه شوې جګړه د دوی په بريا پای ته رسېدلې ده. د خبرپاڼې پر بنسټ په یاده جګړه کې شپږ پاکستاني پوځیان ووژل شول، همداراز د دیوانه او ترابي په نوم د پاکستاني طالبانو دوه غړو هم په دغه جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او نور ځواکونه یې په بشپړ ډول خوندي پاتې شوي دي.
بلوڅ بېلتون پالو په يوه برید کې پنځلس پاکستاني پوځيانو ته مرګژوبله اړولې او وسلې یې ترې نيولي22 فبروري 2025