ټاکل شوې، نن دوحه۳ مه ناسته وشي، چې د افغانستان په استازیتوب پکې د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ یو پلاوي گډون کړی دی.

ښاغلي مجاهد د دوحه۳ ناستې مخکې د ازبېکستان د ولسمشر د ځانگړي استازي عصمت الله ارگاشېف سره لیدلي دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو په پیاوړتیا خبرې کړې دي.

ازبېکستان او افغانستان گڼې سوداگریزې او اقتصادي پروژې سره لري او ازبېکستان د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت له دریځ څخه ملاتړ وکړ.

ښاغلي مجاهد د روسیې د ولسمشر له ځانگړي استازي ضمیر کابلوف سره هم مهمه ناسته کړې ده او د افغانستان او روسیې د اړیکو په پیاوړتیا یې ورسره خبرې کړې دي.

روسیې د افغانستان اسلامي امارت له دریځ څخه ملاتړ وکړ او اسلامي امارت هم د روسیې له مثبت دریځ څخه مننه وکړه.

د دې سربېره افغان پلاوي د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د هند له استازي جي‌پي سنگهـ سره هم لیدلي دي.

د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث وشو. هندوستان د دوحې په راتلونکې ناسته کې د افغانستان له دریځ څخه ملاتړ وکړ؛ له افغانستان سره د هند له مرستو څخه مننه وشوه.

د دوحه۳ ناستې رسمي پرانيسته د اجنډا له مخې نن د جون پر ۳۰مه په ځايي وخت ماښام ۶:۴۵ پيلېږي او ۸:۴۵ پای ته رسېږي.

دويمه ورځ (جولای ۱) پر دواړو موضوعاتو دوې جلا ناستې کېږي. د سهار له ۸:۳۰ تر ۱۱:۰۰ پر مالي او بانکي بنديزونو او خصوصي سکتور خبرې کېږي او دويمه ناسته له ۱۱:۳۰ تر ۲:۰۰ د نشه‌يي توکو پرضد د مبارزې او پرمختگ ساتلو په اړه بحثونه کېږي.

د دې بحث له پای سره دوحه۳ ناسته رسماً پر دويمه ورځ پای ته رسېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version