د افغانستان معاصر تاریخ د دې شاهد دی چې کله هم د دې خاورې اصیلو بچیانو د خپلواکۍ لپاره غږ پورته کړی دی، د پردیو ګټو په محور راټولو شویو ډلو او کړیو یې د ناکامۍ هڅې کړې دي. لومړی د دوحې تړون د خپلواکۍ د راتلو پیلامه وه، خو د دوحې وروستۍ ناستې بیا په سیاسي ډګر کې د پرمختګ برخه ده، خو یادو ډلو د تړون او پاتې ناستو په اړه د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو په موخه ناسم تبلیغات کړي دي.

د دوحې څلورمه ناسته له سرپرست حکومت سره د نږدې تعاملاتو د ایجاد لپاره د نړۍوالو هڅو دوام دی چې ښایي له یوې خوا د سیاسي او اقتصادي تعامل چارې ورسره چټکې شي او بل خوا د سرپرست حکومت د رسمیت پیژندنې خوا ته د نږدې کېدو لپاره نوی فصل پرانیزي.

د دې ناستې ګډونوال د اسلامي هېوادونو، نړۍوالو ادارو او یو شمېر هېوادونو استازي دي، چې په ترڅ کې یې د افغانستان د اقتصادي وضعیت رغونه او د بشري مرستو همغږي هم شامله ده، تر څنګ یې د دې ناستو تسلسل د سرپرست حکومت د مشروعیت اعتراف حسابیږي.

د آزادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر داود ناجي په بشپړه بې انصافۍ، د بحران ټوله پړه تنها پر سرپرست حکومت ور اچوي، په داسې حال کې چې د فاسد جمهوریت، داخلي مافیاوو او نړۍوال اشغال توره دوره هېروي. دا د تاریخي مسؤلیت نه منل او د حقایقو تحریفول دي، ځکه که په حقیقت سترګې پټې نشي، نو له شلو کلونو زیات د اشغال دوام، د څو محدودو شبکو په توسط د ملیاردونو ډالرو د فساد او معامله‌ګرۍ دوام و، همدا وجه وه چې افغانستان یې د نړۍوالو لاس وهنو، سیاسي او اقتصادي زوال کندې ته ټېل وهلی و.

هغه کسان چې د خپلې سیاسي انزوا په اور کې سوځي، هڅه کوي چې د دوحې د څلورمې ناستې بهیر د خپلې منزوي شوې اجنډا قرباني کړي، په داسې حال کې چې په حقیقت کې د دې پروسې موخه د افغان ولس د ارمانونو بشپړه استازولي ده.

د دوحې د څلورمې ناستې د درولو غوښتنه په حقیقت کې د څو محدودو اشخاصو له خولو راپورته شوي افواهات دي، چې هڅه کوي خپله سیاسي ماتې د ولسي استازولۍ په نوم تعبیر کړي، خو ملت نور نه تېر وزي، د اشغال تکرار نه غواړي او هغه څهرې بیا نه شي زغملای چې تل یې د پردیو اجنډاوي پر افغان ولس تحمیل کړې دي.

آزادۍ جبهه د خپلې سیاسي انزوا د جبران، د نړۍوال ملاتړ د ترلاسه کولو، د پخواني فاسد رژیم او اشغال د بیا راستنېدو لپاره د دوحې د څلورمې ناستې په ضد غوغا جوړه کړې او خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره دا غږ بدرګه کوي. په ټوله کې د دې هڅو هدف دا دی چې افغانان له خپلواک تصمیم او ملي حاکمیت څخه بې برخې کړي او یو ځل بیا افغانستان د پردیو د لوبو ډګر وګرځوي.

هغه څوک چې هر مشروع تړون او د افغانستان په ګټه هره جوړېدونکې ناسته د خپلو عقدو قرباني کوي، باید پوه شي چې د افغان ملت حافظه نه ضعیفه ده او نه بې لارې کېدونکې. ولس اوس پوهېږي چې د ملت پر سر د سیاسي سوداګرۍ شا ته څوک ولاړ دي.

د دوحې څلورمه ناسته به افغانستان د نړۍوال مشروعیت خوا ته نور هم نږدې کړي، خو ټول سیاسي سوداګر او نا مشروع ډلې به منزوي او د تل په څېر د ناستو له اجنډاوو څخه ووځي.

یادؤنه: په هندوکش‌ غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌ غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version