د پنجشېر ځانګړې لوا د پنجشېر او بدخشان سړک د پراختیا او جوړولو چارې په دغه ولایت کې پيل کړې دي.

د دې لوا د مسوولینو په خبره دغه سړک ۱۰ متره عرض لري چې تر دا مهاله دغه سړک د بدخشان کران و منجان ولسوالۍ پورې جوړ شوی دی، چې د پراختیا سربېره ورباندې جغل اچونه شوې او په پام کې ده، چې د بدخشان له بهارک ولسوالۍ سره وصل شي.

د بدخشان د کران ومنجان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي او موټر چلوونکي وايي، له دې ولسوالۍ تر مرکز فیض اباد ښار پورې واټن دوه شپې او دوه ورځې دی، چې د دغه سړک د چارو بشپړېدو سره به له کران و منجان ولسوالۍ تر کابل پورې واټن ۱۰ ساعتونو ته راکم شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version