د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په گډون د استخباراتو لوی رئیس ملا عبدالحق وثیق په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره کتلي دي.:
«د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت، خلیفه سراج الدین حقاني د یو پلاوي په مشرۍ چې د اسلامي امارت د استخباراتو لوی رئیس، ملا عبدالحق وثیق یې هم ملتیا کوي، یاد هېواد ته سفر کړی. د اسلامي امارت پلاوي په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له مشر، شیخ محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره وکتل.»
ښاغلي مجاهد د دغه سفر د موخې په تړاو څه نه دي ویلي.
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسې د یو شمېر وزارتونو وزیرانو بهرني سفرونه کول؛ خو دا لومړی ځل دی چې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني یو بهرنی سفر کوي.