د ملي دفاع وزارت وايي، په تخار کې د ۲۱۷ عمري قول اردو د حضرت عبیده بن جراح رضي الله عنه دوهمې پلې لوا منسوبینو د کشفي راپورونو له مخې، د دغه ولایت په گنجلي بېک سیمه کې د وسلو یوه ډیپو کشف کړې ده.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغو وسلو کې 1 میل (SPG9)، ۱ میل (PKM)،۱ میل (M4) د ۲۰ مرمیو سره، ۱ روسي نارنجک انداز، ۳ امریکایی لاسي بمونه او ډول ډول مهمات شامل دي.

روانه اوونۍ د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې هم د ملي دفاع وزارت گڼ شمېر وسلې نیولې وې.

تېره اوونۍ یاد وزارت ویلي وو، چې په پکتیکا او هلمند ولایتونو کې یې هم گڼ شمېر وسلې نیولې دي.

یاد وزارت نه دي ویلي، په د دغه وسلو په تړاو څوک نیول شوي او که‌نه او یا هم نیول شوې وسلې د جمهوریت د وخت دي او که پخوانۍ دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version